د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې ولې زياتې ناموسي وژنې کېږي؟


سوات کې ولې زياتې ناموسي وژنې کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:56 0:00

د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "د کرښې پر غاړه" کې دا ځل په سوات کې د ناموسي وژنو یا د غیرت په نوم وژنو، د دې تر شا لاملونو او د مخنيوي لپاره يې پر قوانینو بحث شوی دی. په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه غېر سرکاري اداره "اوېکننګ" وایي په روان ۲۰۲۲ز کال کې هلته شپږ تنه د غیرت یا پت په نوم وژل شوي دي چې پکې پينځه ښځې او یو سړی پکې شامل دی. بلخوا د ښځو د حقونو ادارې وایي چې په ټولنه کې خلک د قوانینو په اړه ډېره کمه پوهه لري او باید د ناموسي وژنو د مخنیوي لپاره پر سرکاري کچ د پوهاوي زیاتولو لپاره کار وشي. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده.

XS
SM
MD
LG