افغانانو کې مې مينه وال ډېر دي: ريیس باچا
د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې د دې اوونۍ مېلمه مو سندرغاړی ريیس باچا دی. دی وايي،له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې د پښتو موسيقۍ په ميدان کې فعاله دی او تر دې دمه يې شاوخوا ۳،۰۰۰ سندرې ويلې دي. باچا وايي، افغانان يې پر سندرو مين دي او کابل او جلال اباد ته یې خلک د ودونو پروګرامونو ته ورغواړي. د نوموړي دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
اپرېل ۰۴, ۲۰۲۴
زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې ده
-
مارچ ۲۱, ۲۰۲۴
سردار يوسفزی وايي د روزګار غم يې هنر ته نه پرېږدي
-
فبروري ۲۲, ۲۰۲۴
صادق اپرېدی وايي کورنۍ کې يوشمېر ځوان هنرمندان لري