د مشال راډيو د هنري خپرونو په اړه د سندرغاړو نظرونه
د مشال راډيو د ۱۰مې کليزې په مناسبت مو د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې د سيمې له پېژندلو سندرغاړو، بختيار خټک، کرن خان او اسخاق حان سره خبرې کړې دي. دوی د پښتني هنر، په تېره د موسيقۍ د خپراوي او ودې چارو لپاره راډيويي خپرونې ارزښتناکې وبللې. بختيار خټک وويل، پښتانه نه يوازې موسيقي خوښوي بلکې سندرغاړو ته احترام هم لري. کرن خان په دې اند وو چې د کليوالو هنرمندانو لپاره ځانګړې راډيويي خپرونې بايد جوړې شي. اسحاق خان د سيمې له هنرمندانو سره د خپلو ويډيويي مرکو په اړه معلومات ورکړل چې د مشال راډيو پر ووبپاڼه او فېسبوک خپرېږي. د سندرغاړو دا خبرې او سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
اپرېل ۰۴, ۲۰۲۴
زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې ده
-
مارچ ۲۱, ۲۰۲۴
سردار يوسفزی وايي د روزګار غم يې هنر ته نه پرېږدي
-
فبروري ۲۲, ۲۰۲۴
صادق اپرېدی وايي کورنۍ کې يوشمېر ځوان هنرمندان لري