د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلوشه جلالزۍ ماشومان زده کړو ته رابولي


پلوشه جلالزۍ ماشومان زده کړو ته رابولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پلوشه په بلوچستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو خیر ښېګړې ادارې (یونیسیف) یوه چارواکې ده. هغه د ماشومانو د تعلیم د چارو ماهره ده او د یونیسف د پروګرام مشري لاندې د بلوچستان له حکومت سره د تعلیمي حالت ښه کولو په لړ کې مرسته کوي. پلوشه د بلوچستان له قلا سیف الله سره تعلق لري خو ژوند یې په کوټه کې تېر کړی دی. پلوشه وايي په انجنیري کې یې زده کړې کړي دي خو له اول نه یې د انساني حقونو او بیا په تېره د ماشومانو لپاره کار کول غوښتل، نو ځکه یې ټولنیزې خېرښېګړې ته پام ور وګرځولو. پلوشه وايي تعلیم حاصولول یوازې د نوکري لپاره ضروري نه دې بلکه دا د ژوند یو ډېر مهم ضرورت دې. نو ځکه له مېندو پلرونو نه خواست کوي چې پر ماشومانو او په تېره پر خپلو لوڼو تعلیم وکړي. له پلوشې جلالزي سره ملیحه امیرزاده خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG