د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنو ملتپالو او ادیبانو د مورنیو ژبو ورځ ولمانځله


د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې پر مهال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په یو شمېر ښارونو کې سیاسي او ادبي غونډې شوې دي.

په سیاسي ګوندونو کې په ځانګړې توګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند په یو شمېر ښارونو کې غونډې جوړې کړې وې او د مورنیو ژبو پر ارزښت یې پکې ویناوې وکړې.

په اسلام اباد کې د یاد ګوند له خوا جوړې شوې غونډې ته د ګوند مخکښ سنېټر عثمان خان کاکړ وویل ، په پاکستان کې د مېشتو ټولو قامونو له ژبو سره پر کرکه ولاړ چلند شوی دی.

ده وویل ، “په پاکستان کې پنځه قامونه لکه پښتون ، بلوڅ ، سیندهی ، سرایکی او پنجابی ژوند کوي.دلته له له پښتو ، بلوڅي ، سیندهي ، سرایکي او پنجابي ټولو سره ډېر تعصب شوی دی او پر دې قامونو یې اردو تپلې ده کومه چې د دې یوه قام هم خپله ژبه نه ده.”

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د اسلام اباد تر څنګ په کوټه ، سوات ، بنو ، ډېره اسماعیل خان او یو شمېر نورو ښارونو کې غوڼدې جوړې شوې وې.

په عین حال کې په ځینو ښارونو کې د ادبي ټولنو له اړخه هم د یادې ورځي په ویاړ غونډې او مشاعرې رابلل شوې وې.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه بوري یا لورلايي کې د پښتو ادبي ملګري په نامه تنظیم هم یو ورځنی سمینار او له هغه وروسته مشاعره وکړه چې ګڼ شمېر کسانو پکې ګډون وکړ.

په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ له خوا هم د مورنیو ژبو پر ارزښت غونډه رابلل شوې وه چې د ادیبانو ترمنځ پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، عوامي نشنل ګوند او یو شمېر نورو ګوندونو او ټولنو غړو ګډون کړی وو.

د پښتو اکېډمۍ له مشر او ادیب سید خیر محمد عارف څخه مې وپوښتل چې د دې ورځې لمانځل پښتو ژبې ته څه ګټه رسولای شي؟

هغه وویل ، “د دې ورځې لمانځل ځکه مهم دي چې له دې لارې په پښتنو کې په دې اړه شعور پیدا شي چې د دوي ژبه مهمه ده او دا ژبه باید د نصاب تر څنګ د دفتر او روزګار ژبه شي. دا کار به هغه وخت اسان شي چې عام پښتون ولس د خپلې مورنۍ ژبې په ارزښت خبر شي”.

د یادونې وړ ده چې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ هر کال د فرورۍ پر ۲۱مه لمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو له خوا د دې ورځې د لمانځلو هدف دا دی چې د نړۍ ولسونهد خپلو مورنیو ژبو په اهمیت خبر شي.

XS
SM
MD
LG