د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب وزیراعلا د پروفیسر جاوید د مرګ په اړه له پولیسو رپوټ غوښتی دی


د پنجاب وزیراعلا عثمان بزدار
د پنجاب وزیراعلا عثمان بزدار

د پنجاب وزیراعلا عثمان بزدار د صوبې له پولیسو په دې اړه رپوټ غوښتی چې د سرګودهې د پوهنتون پروفیسر جاوید احمد ولې او څنګه وژل شوی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د دسمبر پر ۲۱مه د پنجاب صوبې د سرګودهې ضلعې د پوهنتون یو پروفیسر جاوید احمد د مړي داسې تصویرونه خپاره شو چې په لاسونو کې یې هتکړۍ وې.

نوموړی په دې تور د احتساب ادارې له خوا نیول شوی وو چې په غېر قانوني توګه یې د سرګودهې پوهنتون یو څانګه جوړه کړې او په هغه کې یې درغلۍ کړې وې.

د پاکستان رسنۍ د جېل د چارواکو له خولې خبر ورکړی دی چې پروفیسر جاوید احمد د زړه ناورغۍ له کبله مړ شوی دی.

د یو شمېر سیاسي ، ټولنیزو او بشري حقونو فعالانو غوصه له هغه وروسته پارېدلې چې له روغتون څخه د پروفیسر جاوید د مړي داسې تصویرونه پر ټولنیزو رسنیو راغلي چې لا یې هم په لاسونو کې د جېل هتګړۍ وې.

د پاکستان د احتساب قومي ادارې دا خبره رد کړې ده چې ګواکې پروفېسر جاوېد احمد د دوي په بند کې مړ شوی دی.

یادې ادارې ویلي چې پروفېسر جاوېد احمد احتساب عدالت د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې په عدالتی ریمانډ لېږلی وو.

د دوي په وینا ، د جېل چارواکو د پروفېسر جاوید احمد د روغ صحت په باقاعده توګه پخلی کړی وو.

د سېنټ د بشري حقونو کمیټۍ مشر مصطفا نواز کوکهر د دې پېښې نوټس اخیستی او په راتلونکې غونډه کې یې د قامی احتساب بیورو مشر او د پنجاب پولیسو مشر ورغوښتي دي. یادې کمیټۍ ویلي چې د یو ملزم په حراست کې مړینه یوه سنګینه معامله ده.

د یادې کمیټۍ یو غړې عایشه رضا فاروق په وینا احتساب پکار دې خو د یو استاد عزت او احترام هم په نظر کې ساتل پکار دي.

دې وویل ، “ که پر هغه د احتساب یو مقدمه روانه وه هم خو له بشري حقونو سره سم د یو انسان احترام په کار دی خو دا د اندېښنې وړ خبره ده چې له پروفیسر جاوید څځه تر مړینه وروسته هم هتګړۍ نه دې لرې شوې.”

نوموړې وویل چې په هره ټولنه او هر کلتور کې استاد د مور او پلار حېثیت لري او له دې پېښې استادانو ، زده کوونکو او راتلونکي نسل ته ډېر غلط پېغام ځي.

عایشه رضا فاروق وویل چې دا په شخصي توکه ، په سېنټ کې د بشري حقونو کمېټۍ او سېنټ ټول د دې پېښې غندنه کوي.

د پېښور پوهنتون یو استاد پروفېسر انعام حفیظ وایي چې احتساب د هر چا پکار دی او دا له پخوا راهیسې راراون دي خو د مرګ پر وخت د یو انسان د احترام خیال هم ساتل په کار دي.

ده وویل چې د دې پېښې له رامنځ ته کېدو سره به اوس د یو زده کونکي په ذهن کې د راتلونکي لپاره د یو استاد مقام څه جوړیږي ؟

په ټولنیزو رسنیو هم د پروفېسر جاوېد احمد په جېل کې د مړینې غندنه شوې ده.

د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار د اکتوبر په میاشت کې د احتساب قومي ادارې له خوا د پنجاب پوهنتون پخواني وایس چانسلر او پروفېسرانو ته د هتکړيو لګولو نوټس اخیستی وو.

XS
SM
MD
LG