د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي کډوالو پر مسله بحث شوی


د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني
د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني

هغه زياته کړه چې د دغو خلکو تر څنګ له ډيورنډ کرښې آغاړه افغانستان ته تللو وزیرستانيانو د ستنولو په اړه کار روان دی او ډېر ژر به يې خپلو کلو ته ولېږي. خو له شمالي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ غړي، محسن داوړ پر حکومت نيوکې وکړي او وي ويل چې پنځه کاله وشول خو د دې خلکو د ستنولو لپاره څه واضحه پروګرام نشته. د دې په ځواب کې د پارليماني چارو وزير مملکت، علی محمد خان وويل چې دی د ټولو بې کوره خلکو د ستنولو کومه کره نېټه نه شي ورکولی خو دومره ويلی شي چې د خلکو په بيا بحالۍ کار روان دی.

په افغانستان کې شاه خوا اونیم زره کورنۍ پاتې دي.
ملک غلام خان

هغه زياته کړه: ((ځيني کورنۍ بکاخېلو ته له افغانستان راغلي دي چې له دې ځايه به قبايلي ضلعو کې خپلو سيمو ته لېږل کېږي.خو تر هغې چې دوی خپلو ځايونو ته نه وي تللي، مالي مرسته به ورسره جاري وي.))

د ۲۰۱۴ کال په جون میاشته کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب عملیات پېل شوې و چې له وجې یې ګڼ شمېر خلک کډوال شول. د کال ۲۰۱۵ راهیسي د کډوالو واپسي شروع شوې وه خو ځيني لا هم نه دې ستانه شوي.

د قبایلي سیمو د کډوالو د قومي متاثرینو کمیټۍ ترمخه په بکا خېل کېمپ کې یوو یشت سوه او پنځه اویه کورنۍ دي او نه یواځې دا کورنۍ بلکې افغانستان کې پاتې کډوال هم د يخنۍ په موسم کې د ستونزو سره مخ دي.

بکاخېلو کې مېشته ډېر کډوال له افغانستان بېرته تللي دي
علي محمد خان

د یادې کمېټې مشر ملک غلام خان وزیر وایي چې له نوي حکومت څخه د بکا خېل کډوالو ډېر امیدونه وو چې دوی ټول به خپلو سیمو ته ولیږي خو تر اوسه داسې نه دې شوي. د هغه په خبره په بکاخېلو کمپ کې مېشته له افغانستانه ستنو شوو کډوالو ته مياشتنۍ ۱۲۰۰ روپۍ هم نه ورکول کېږي.

د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د قامي اسمبلۍ غړي منیر اورکزي وویل چې ۲۰۰۸ کال کې په فرقه ایزو پېښو کې په زرګونو خلک بې کوره شوي ول چې حکومت ورسره مرسته نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG