د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولې ډاکټران: پاکستان کې د لشمانيا مريضان زيات شوي دي


د بې پولې ډاکټرانو بېنر
د بې پولې ډاکټرانو بېنر

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ډاکټرز ود اوټ باډرز وایي چې د پاکستان خېبر پښتونخوا او بلوچستان په لرو پرتو سیمو کې د لشمانیا یا د کالدانې ناروغۍ د ناروغانو شمېر زيات شوی دی.

دوی وېره څرګندوي چې سږ کال د دې ناروغانو شمېر پنځوس زرو ته رسېدلی شي. یاد سازمان وایي چې د دوایانو د کموښت مسله هم رامخته کیداې شي خو د خېبر پښتونخوا د صحت محکمه وایي چې دوایانې لري.

لشمنیا دانه د یو خاص مچ د چیچلو له وجې راوځي چې په ورو ورو غټیږي. دا ناروغي په ماشومانو کې ډېره وي.

پاکستان کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان د مالوماتو ترمخه چې په تېرو شپږو میاشتو کې پېښور کې دوي سره ۱۲۰۰ ناروغان درج شوي او بلوچستان کې د لشمنیا د مچ متاثرینو شمېر د اکتوبر میاشتې پورې شاه خوا درې زره وو.

یاد سازمان زیاتوي باوجود د دې چې دا ناورغۍ په لرو پرتو سیمو کې موجوده ده، پاکستان کې د دې د مخنیوي لپاره دوایانې ناکافي دي او اکثر متاثره مریضان په مارکیټ کې موجود غېر قانوني دوایانې اخلي چې د رغولو ډېر اغېز نه لري.

په پېښور کې د لشمانیا په اړه د بې پولې ډاکټرانو د مرکز مشر ډاکټر پروېز مشال راډيو سره خبرو کې پرون وویل چېد پېښور بډه بیرې، متنو او ټیله بند کلي نه علاوه مردان، نوښار، چارسدې او قبایلي ضلعو کې دا بیماري شته دی.

دی وایي هره سیمه کې د دې مچ قسمونه مختلف دي چې له وجې يې لا تر اوسه په دې قابو نه دې موندلی.

هغه زياته کړه: ((موږ سره میاشت په میاشت د دې مریضانو شمېر زياتېږي او وېره ده چې دواينې کمې شي. د لشمانيا درملنې لپاهر دوايانې د فرانس یو کمپني سنوفي جوړوي او هغې د افریقې یو ملک ته چې هلته دا بیماري ډیره خوره شوې، دوایانې ورکړي دي. موږ، د خېبر پښتونخوا حکومت او د صحت نړیوالې ادارې ورته هم ویلي خو سنوفي کمپني وایي چې دومره غټ مقدار کې دوايي دومره زر نه شې تیارولی.))

د خېبر پښتونخوا د صحت د محکمې ډارېکټر جنرل ډاکټر ارشد احمد وایي چې د لشمنیا د ناروغۍ مسله شته خو دې لپاره یې خپل پوره تیارې کړی دی.

((د علاج لپاره موږ سره د دوایانو کمې نشته. ستنې هم شته او د هغې متبادل کېپسول هم شته خو زه دا وایم چې کامیابي زموږ په حفظاتي اقدماتو کې ده چې خپل ماحول صفا وساتو.))

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG