د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې هندوان د دیوالۍ اختر لمانځي


دیوالي څو ورځې وي او څه ډول اختر دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

دیوالي څو ورځې وي او څه ډول اختر دی؟

پېښور - د نومبر د اوومې پر ماښام د هندوانو دیوالي پیل شوه چې تر پینځو ورځو به روانه وي.

دې اختر ته دیپاوالي هم ویل کېږي او هندوان وايي چې دیوالي د خوشبختۍ، رڼا، علم، امېد او د ټولنې د وګړو ترمنځ د یووالي پیغام ورکوي.

د خیبر پښتونخوا یوې ښځې رېکا کماري د نومبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د دیوالۍ لومړۍ ورځ په خوشالۍ لمانځي، له خپل دود سره خواړه تیاروي او ماښام مهال ګڼې ډیوې بلوي:

"موږ ډیوې بلوو. په خوړو کې خلک زیاتره لوبیا او وریژې پخوي او خواږه هم وي."

د کماري په خبره، د کورنۍ ټول غړي د یوه مشر یعنې نیا یا نیکه کره ورځي او خوشالۍ کوي.

په سیند کې مېشت اوم پرکاش وايي، په دیوالۍ کې ماشومان زیات خوشاله وي:

"زموږ د هندوانو په کلنیو اخترونو کې تر ټولو لوی هغه یې دیوالي دی."

د پېښور اویناش وايي: "مشران خپل عبادت وکړي، پخلی وکړي او ځوانان بیا اورلوبه کوي."

دی وايي، څنګه چې مسلمانان په اخترونو کې خپلوانو کره ځي، دوی هم دا کوي.

هندوان هر کال په مني کې د خپل پاچا او دیني مشر شري رام چندر هېواد ته د ستنېدو په یاد دا اختر لمانځي.

XS
SM
MD
LG