د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران بهرنیو چارو له خپل پاکستاني سیال سره لیدلي


پاکستان او ایران د سیاسي، اقتصادي او د دفاع په ګډون د بېلا بېلو چارو د ودې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نن په اسلام اباد کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ترمنځ ملاقات وشو چې پکې تفصیل سره په دوه اړخیز اړیکو، پر پولې امنیت، د افغانستان په معاملې، سیمه ایز، نړیوال امورو او پر ایران د امریکې لخوا د بیا لګول شوي بندیزونو په پس منظر کې په یو ځای کار کولو خبرې اترې وشوې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې ترمخه په ملاقات کې د پاکستان او ایران پر پولو د کمک په اړه ډاډ وښود او په دې خبرې اتفاق هم وشو چې د دواړو ملکونو ترمنځ له وړاندې موجود په طریقه کار به نزدې رابطې ساتي.

تېره شپه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په مشرۍ کې یو اعلا سطحې پلاوي د پاکستان په یو ورځني سفر تلی وو.

پاکستان ته د راتګ پرمهال ارنا خبري ايجنسۍ سره خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې د دورۍ مقصد یې د پاکستان چارواکو سره د ایران تښتول شوي ځواکونو بازیابۍ، دوه اړخیز امورو او سیمه ایز مسلو په اړه خبرې کوي.

په پنځلسم اکتوبر د بلوچستان سره نزدې د ایران د پولې نه وسله والو ایراني ځواکونه تښتولې وو چې وروسته یې ذمه واري وسله والې ډلې جېش العدل منلې وه.

ایران ویلي و چې د تښتولو پس وسله والو دغه ځواکونه پاکستان ته اړولې دي.

په تېر یو دیرشم اګست هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دوه ورځني سفر پاکستان ته راغلی و او د پاکستان نوي حکومت چارواکو سره یې ملاقاتونه کړی و.

له دې وړاندې د جولایي په میاشت کې یې د پوځ مشر سره د یو اعلا سطحې پلاوي پنډۍ دوره کړې وه.

XS
SM
MD
LG