د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان پر خپلو وعدو ولاړ دی؟


عمران خان
عمران خان

د پاکستاني وزیراعظم عمران خان په کابینه کې د اکتوبر پر ۵ مه پنځو نورو وزیرانو او یو مشیر د خپلو دندو څوګند پورته کړ. دا دریم ځل دی چې د موجوده حکومت په کابینه کې وزیران شاملیږي.

د عمران خان په کابینه کې تر اوسه د وفاقي وزیرانو، د مملکت وزیرانو، مشیرانو او د خصوصي مرستیالانو شمیر ۳۸ ته رسېدلی دی چې ۲۴ پکې وفاقي وزیران دي.

د وفاقي کابینې ډویژن د وېب پاڼې د مالوماتو له مخې ، د پاکستان مسلم لیګ نون د تېر حکومت پر مهال د پخواني وزیراعظم نوازشریف په کابینه کې ۲۳ وفاقي وزیران،۱۳ د مملکت وزیران او اووه مشیران و.

د سیاسي چارو پوهان وايي ، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان به پر پخوانيو حکومتونو نیوکې کولې چې د دوي کابینې نه دې بلکې لښکرې یې ساتلې دي.

په اسلام اباد کې خبریال سبوخ سید وایي موږ دا سوچ کولو چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت به مختلف وي ولې چې انقلابي نظریې یې راوړې وې خو داسي ونه شو.

ده وویل ، “عمران خان چې کومې دعوې کولې هغسې هیڅ ونه شو بلکې هغه هرڅه نمایشي وو او کوم څه چې موږ ته ویل کېده هغه هیڅ هم نه کېږي.”

خبریال او د سیاسي چارو کارپوه سید علي شاه وایي د کابینې له زیاتولو سره د ملک پر خزانه بوج زیاتېږي.

علي شاخ وویل، “ زما په فکر کومه چې د سادګۍ خبره دوي کړې وه نو داسي خو نه مالومیږي چې پر هغه خبره دوي ولاړ دي ولې چې ورځ په ورځ د وزیرانو او مشیرانو شمېر سېوا کېږي.”

علي شاه زیاته کړه چې تحریک انصاف به ویل چې یو کروړ نوکرۍ به خلکو ته ورکوي او پنځوس لکهه کورونه به جوړوي خو اوس حال داسې دی چې کوم خلک پر روزګار دي هغه بې روزګاره کوي.

نوموړي د دې خبرې دلیل دا وړاندې کړ چې په یوټیلټي سټور کارپورېشن کې ۱۴ زره ملازمین دي او د تحریک انصاف حکومت وايي چې دوي دا اداره بندوي.

د سیاسي چارو کارپوه عقیل یوسفزی وایي وزیراعظم عمران خان ته چې کومه مسله ورپېښه ده هغه د اتحادیانو خوشالول دي.

نوموړي وویل چې یوازې وفاقي کابینه کې نه بلکې پنجاب او بلوچستان کابینو کې هم غړي زیات دي.

د عقیل یوسفزي په وینا ، په نورو صوبو کې که اتحادبان خوشاله کوي خو په خېبر پښتونخوا کې د دوي مکمل حکومت دی او هلته یې هم د وزیرانو شمېر تر پخوانیو حکومتونو زیات دی.

د تحریک انصاف مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړی سلیم الرحمان وایي دوي به هغومې وزیران اخلي څومرې چې وزارتونه دي.

ده وویل چې له یو وزیر سره دوه دوه او یا درې درې وزارتونه شي نو کار به څنګه کوي ؟

XS
SM
MD
LG