د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پروېز مشرف خپل ملک ته راځي او که نه'


د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف وکیل ته ویلي یوه اونۍ کې دې عدالت ته جواب ورکړي چې پروېز مشرف خپل ملک ته راځي او که نه.

د نهې په ورځ د پخواني پوځي ولسمشر د واپسۍ په اړه د درخواست اورېدنه د چیف جسټس په مشرۍ درې کسیزې جرګګۍ (بېنچ) کړې.

چیف جسټس ثاقب نثار د اورېدنې پرمهال وویل، که پخوانۍ پوځي ولسمشر ملک ته واپس د راتلو په وخت کومې صوبې ته هم ځي هلته به د رېنجرز مشر ورته پوره سیکیورټي ورکوي اوکه ملزم غواړي نو د حفاظت لپاره يو برېګېډ هم ورکولی شي.

عدالت دا هم وویل چې پروېز مشرف ته د پوځيانو په هسپتالونو کې هغه ته ډاکټر هم ورکولی شي.

د پخواني پوځي ولسمشر وکیل عدالت ته وویل چې پروېز مشرف د عدالت احترام کوي چې د څه په ځواب کې د چیف جسټس وینا وه چې احترام په خبرو نه بلکې له رویو مالومېږي.

واضحه دې وي چې په پخواني پوځي مشر د ۲۰۱۴ ز کال د مارچ په یودېرشم تاریخ د غدارۍ جرم ثابت شوی وو خو هغه له جرمه انکار کړی وو.

په پخواني پوځي ولسمشر د ایين ناقانوني ځنډولو او ۲۰۰۷ ز کال په ملک کې د بېړنۍ حالت نافذولو تورونه دي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وایي چې شا ته یې سیاسي محرکات دي.

پروېز مشرف د ۲۰۱۳ ز کال په ټولټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره ملک ته تللی وو او عدالت پرې سفري بندېزونه لګولي ول خو د سفري بندېزنو باوجود په ۲۰۱۶ ز کال کې د علاج په غرض دوبۍ ته تللی وو او تر نن ورځې پورې د عدالتي احکاماتو باوجود خپل ملک ته نه دی تللی.

پخواني پوځي ولسمشر پاکستان ته له تلو او له مقدمو د ډډې وجه څه کېدای شي؟

خبریال او شننونکي محمود جان بابر وایي پروېز مشرف او نورو ملزمانو ته په بدل نظر کتل کېږي او هم دغه وجه ده چې د راتګ دا کار یې اوږدیږي.

''پرون چې کومه اورېدنه شوې او په هغه کې عدالت کومې خبرې کړې نو د هغې نه دا خبره څرګندیږي چې پروېز مشرف ته د نورو ملزمانو په نسبت په بدل نظر کتل کېږي. یو خوا ته د خزانې پخواني وزیر اسحاق ډار د راوستو لپاره هره سخته لار خپلېږي، د نواز شریف لپاره هم دغه خبرې کېږي او اصف زرداري لپاره هم خو د پروېز مشرف لپاره دا نه کېږي نو داسې ښکاري چې د پروېز مشرف راتګ د هغه په مرضۍ پرېښودل شوی دی ځکه چې کله ورسره د خرچې خبره کېږي او کله ورسره د سیکیورټي چې یو برېګېډ به ورکړو.''

د قانوني چارو کار پوه بېرسټر شهاب الدین خټک وایي چې پخوانې پوځي مشر پاکستان ته راوستو لپاره عدالت او حکومت قانوي او سفارتي لارې استعمالولی شي.

''له قانون سره سم دې عدالت د هغه پروړاندې ټول ګامونه واخلي چې له مخې یې یو مفرور نیول کېږي او پکار ده چې رېډ وارنټ یې جاري شي او انټرپول سره خبرې وشي او له هغه ملکونو سره رابطه وشي چې دا د دې ملک مجرم دی او ایین یې مات کړی و او پاکستان ته دې حواله کړل شي.''

د محمود جان بابر په وینا پروېز مشرف دا تاثر ورکړی چې پاکستان پوځ یې شا ته ولاړ دی خو پوځ دا خبره رد کړې.

پروېز مشرف په ۱۹۹۹ز کال کې په پوځي کودتا واکمن شوی وو.

XS
SM
MD
LG