د لاسرسي ځای

تازه خبر

“دا ځل پاکستاني پوځ په اییني بدلون خپل واک پراخ کړ”


د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال راحېل شریف
د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال راحېل شریف

رضا رومي لیکي، پروسږ کال د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای په موثره توګه د رسنیو واګي ټینګ کړل.

خبریال رضا رومي په فارن پالیسي مجله کې په خپله لیکنه کې وايي، که څه هم دا ځل د پاکستان پوځ کودتا ونکړه خو په ایین یا اساسي قانون کې له بدلون سره یې واک پراخه شو او هغه داسې چې اوس پوځي عدالتونه کولی شي چې پر ولسي وګړو هم مقدمې وچلوي.

د جنورۍ پر شپږمه نېټه د پاکستان پارلېمان په ایین کې ترمیم وکړ چې ترمخه یې د پوځي عدالتونو جوړېدو قانوني جواز ورکړل شو. په هغه هېواد کې اسلامپاله سیاسي ګوندونو د دې ترمیم مخالفت ځکه وکړ چې په متن کې یې ((د مذهبي سختدریځۍ)) اصطلاح کارول شوې ده. خو د هېواد لویو سیکولر ګوندونو، چې د جمهوريت عملي کولو ته ژمن دي، د دوو کلونو مودې لپاره یې عدالتي واک پوځ ته وسپاره.

رضا رومي وايي، دا کار تر ۲۰۰۸ز کال وروسته په پاکستان کې د جمهوري واک انتقال پر بهیر لوی ګوزار دی. هغه وخت په پاکستان کې د جنرال پروېز مشرف د پلویانو واکمني پای ته ورسېده او د انتخاباتو په نتیجه کې ملکي حکومت جوړ شو.

رضا رومي وايي، په پاکستان کې د جمهوریت ارتقا تاریخ ټولو ته مالوم دی. په هغه هېواد کې پوځ له درو لسیزو څخه تر زیاتې مودې په مستقیمه توګه واکمن پاتې شوی او د ملکي حکومتونو په مودو کې هم امنیتي او د بهرنیو چارو پالیسي د پوځ تر کنټرول »واک» لاندې پاته شوې.

کله چې په ۲۰۱۳ز کال کې نواز شریف وزیراعظم منتخب شو نو په دې هیله یې جنرال راحیل شریف د پوځ مشر کړ چې هغه به ملکي یا جمهوري واکمني او واک پیاوړی کړي. نواز شریف د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف پر ضد د ایین سرغړونې پر مقدمې ټینګار وکړ او پوسږ کال مشرف له هېواد سره د غدارۍ په تور تورن شو، خو له هغه وخته راهیسې مقدمه ډېره پر مخ نه ده تللې او اوس داسې ښکاري چې پر ځای ولاړه ده. دا د نواز شریف او د پوځ تر منځ د کړکېچ لومړۍ ښکاره نکته ده.

رضا رومي لیکي، پروسږ کال د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای په موثره توګه د رسنیو واګي ټینګ کړل. د مې په میاشت کې پر پاکستاني خبریال حامد میر ډزې وشوې او هغه ژوبل شو. د نوموړي کورنۍ تور پورې کړ چې ای اېس ای په برید کې ککړه ده. له دې سره سمدستي ټولو رسنیو د ای اېس ای په دفاع کې کار پیل کړ او جیو ټیلي وېژن یې یوازې کړ.

د رومي په خبره، دا د نواز شریف حکومت پر ضد د رسنیو د استعمالولو لپاره تر ټولو ښه ماحول وو. له اګسته تر نومبره د عمران خان احتجاج له کبله حکومت په ګونډو شو او د عمران خان د ګوند یوه پخواني مشر جاوېد هاشمي د دې خبرې پخلی هم وکړ چې پوځ د احتجاج تر شا دی.

رضا رومي وايي، که څه هم پوځ کودتا ونکړه خو د نواز شریف حکومت یې دومره کمزوری کړ چې د بهرنیو چارو تګلارې د بدلولو په لړ کې هغه هېڅ ونکړای شول. د مثال په توګه، نواز شریف له هند سره د سوداګرۍ له لارې د اړیکو ښه کول، او په افغانستان کې یې د مداخلې نه کول غوښتل. دا دواړه کارونه د پوځ له ستراتیژیکو تګلارو او فکر سره په ټکر کې دي.

د رومي په اند، بیا نو چې د تېر کال ډېسېمبر په میاشت کې د پېښور پر سکول وسله وال برید وشو نو پوځ له موقعې ګټه واخیسته او نواز شریف د ترهګرۍ پر ضد د قامي اېکشن پلان په نوم د نوې تګلارې اعلان وکړ.

رومي زیاتوي، په پاکستان کې د جمهوریت د ناکامۍ ډېر لاملونه دي، لکه انتخاباتي نظام پخوانی دی، سیاسي ګوندونه پر میراثي او د کورنیو پر سیاست ولاړ دي او د اصلاحاتو لپاره هېڅ نه کوي او یا ډېر کم اقدامات کوي. په دې صورت کې پوځ د هېواد ژغورلو لپاره یوازنۍ اداره پاتې کېږي او په حقیقت کې پوځ ته دا موقع په لاس ورځي چې د هېواد پر سیاست او د حکومت دارۍ پر بهیر غالب پاتې شي.

XS
SM
MD
LG