د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: 'پاکستان دې حقاني ډلې ته پام واړوي'


امریکا يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاروه دې د حقاني شبکې په ګډون د نورو وسله والو شتون ته پام وکړي. دا ټینګار د جنوبي او منځنۍ اسيا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس وېلز پاکستان ته د خپل سفر پر مهال کړیدی. هغه د جنورۍ په ۱۵ اسلام اباد ته تللې وه.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د جنورۍ په شپاړسمه په دې اړه خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ایلس وېلز د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د قربانيو په ستايلو سره پر پاکستاني چارواکو ټينګار وکړ چې د جنوبي اسيا لپاره د امریکا سټراټيجي د يو داسې موقعې استازيتوب کوي چې د یوه باثباته او سوله ييز افغانستان د جوړښت، په جنوبي ایشیا کې د داعش وسله والې ډلې او نورو ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره ګډ کار وکړل شي.

مېرمن وېلز له پاکستاني چاروکو سره په ليدنه کې دا هم ويلي چې امريکا د سيمې د سولې او ثبات لپاره له پاکستان سره د اړيکو د نوي پړاو جوړولو غوښتونکې ده.

د خپل سفر پرمهال نوموړې په اسلام اباد کې د پاکستان خارجه سېکټرې، تهمينه جنجوعه سره ملاقات کړی و. د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د بيان ترمخه، جنجوعه ویلي چې له امریکا سره یې اړیکې باید د خپلمنځي باور او د درناوي په چاپیریال کې پر مخ ولاړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې کال په لومړۍ ورځ پر خپله ټويټر پاڼه وويل چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له امريکې څخه درې دېرش بيليونه ډالر اخېستي خو په بدل کې يې د وسله والو پر ضد کاروايي پر ځای واشنګټن ته دوکه ورکړې او دروغ يې ويلي دي. اسلام اباد دا تور رد کړی او وايي په خپله خاوره ترهګرو ته ځای نه ورکوي.

ايليس ويلز د خپل دې يو ورځني سفر پر مهال اسلام اباد کې د افغان سفير عمر زاخېلوال سره هم ملاقات کړی وو.

افغان او امريکايي چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې حقاني شبکې او طالبانو کوټې شورا ته يې پر خپله خاوره ځای ورکړی دی. له همدې امله امريکا پر پاکستان پوځي مالي مرستې هم ودرولې دي خو اسلام اباد وايي د ترهګرۍ پرضد جګړه د پېسو لپاره نه کوي.

XS
SM
MD
LG