د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: اوس ښځې خپلې کورنۍ ستونزې تاڼو ته وړي


د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې په مختلفو برخو کې د ښځو د سهولت لپاره په تاڼو کې ځانګړي ښځنیه شکایتي مرکزونه جوړ کړي چې ورته ماډل پولیس تاڼې ویلي کېږي. دې ځانګړي ښځینه مرکزونو کې ښځینه پولیس اهلکارانې ناستې وي او د ښځو مسلې اوري او د هوارولو کوشش یې کوي.

د سوات په رحیم اباد تاڼه کې نجمه بي بي، ښځينه پوليسو ته د خپلو ستونزو بیانولو مهال وویل چې خاوند یې ۱۵ کلن زوی زده کړو ته نه پرېږدي:

''خاوند مې کار روزګار نه لري او نه د بچو د خرچې تپوس کوي، نو د دې مسلې لپاره دې ځانګړي مرکز ته راغلی یم، بیګا مې ورسره په ټېليفون یو دوه خبرې شوي دي او ما ته یې سپکې خبرې کولې، زما زوی ورته دومره وویل چې زما مور ته کنځل مه کوه د نور څه نه یې او کنځل ورته کوې نو بس دغه رپورټ یې درج کړی دی.''

په ۲۰۱۳ ز کال د خېبر پښتونخوا پولیس محکمې د ملګرو ملتونو پرمختیا څانګې یو اېن ډي پي او د بریتانیا د نړیوالې پرمختیایي ادارې ډي اېف ای ډي په مرسته د صوبې په مختلفو برخو کې ماډل تاڼې جوړې کړې وې چې پکې یو کم اویا ځانګړي ښځینه شکایتي مرکزونه هم شامل وو.

ستاره زېبي د رحیم اباد تاڼې د شکايتونو راجسټرولو په مرکز کې دنده تر سره کوي. دا وايي په تاڼو کې د دې ځانګړيو مرکزونو له پرانستلو سره ښځو ډېره حوصله موندلې ده او د وړاندې په پرتله اوس ډېری ښځې په تاڼو کې خپل شکايتونه ثبتوي.

''ښځې کورنۍ جنګ جګړې، له خاوند سره مسلې، د جایداد او خرچو مسلو په اړه موږ ته راځي، موږ هغوی هغه وخت ډېر په نرمۍ پوهه کړو، مشرانو ته د مور او خویندو په طریقه خبره کوو، له کشرانو سره د هغې مطابق لګیا یو، بل دا چې ښځې وېریږي هم او وایي چې څوک خبر نه شي نو موږ بیا خپله عمله او محرر پوهه کړو چې د دې خبرې خیال به ساتئ.''

که څه هم په ابتدايي توګه دا شکايتي مرکزونه د صوبې په يوازې يو څو تاڼو کې پرانستل شوي ول خو حکومت اراده لري چې دا لړۍ د صوبې ټولو تاڼو ته وروغزوي.

که څه هم د ښځو حقونو پلويان د دې مرکزونو پرانیستل يو ښه ګام بولي خو له حکومته غوښتنه کوي چې د شکايتي مرکزونو شمېر دې زيات کړي.

له دغو ډلې څخه يوه شبينه اياز هم ده چې له اوږدې مودې راهېسی په خيبر پښتونخوا کې ښځو ته د هغوي قانوني او جايز حقونه يقيني کولو لپاره مبارزه کوي. هغه وايي دا ګام به د کليو او وروسته پاتی سيمو زنانه وهڅوي چې د قانون په چوکاټ کې د هغه زور زياتي مخه ونيسي چې د دوي پر ضد روان دی.

''په ځانګړي مرکز کې چې کومې ښځينه پولیس اهلکارانې کېني نو پکار ده چې هغې ته تربیت هم ورکړل شي، ځکه هغوی ته علم وي چې دا کېس راغلی دی نو د دې په اړه به له چا سره خبره کوم او چرته به یې لېږم.''

د بشري او ښځو د حقونو د چارواکو په وينا په پاکستان او خيبر پښتونخوا کې زياتره ښځې له کورني تشدد سره مخامخېږي او د دوی د شکايتونو په اړه د يو مناسب نظام د نشتوالي او کورنيو رواياتو له امله اکثره داسې کېسونه په کورونو دننه پاتې کېږي.

د پېښور تاڼو کې د ښځو لپاره جلا شکایتي مرکزونه پرانیستل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

XS
SM
MD
LG