د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حکومت د فاټا اصلاحاتو پر بل تر فشار لاندې دی'


قبايلي سيمې ته د سپريم کورټ او های کورټ واک غځولو قانون د سېشنبې پر ورځ هم وړاندې نه کړل شو.

په قامي اسمبلۍ کې د ګل په ورځ ټاکل شوې وه چې قبايلي سيمو ته د پېښور های کورټ او سپريم کورټ واک د غځولو قانون منظور کړی خو د ګل او نهې ورځو په غونډو کې دغه قانون منظور نه کړل شو د کوم پر سر چې مخالفه ګوندونو دواړه ورځې د اسمبلۍ له غونډې بايکاټ وکړل.

د مخالفه ګوندونو ترڅنګ د مسلم ليګ ن ګوند له باجوړ ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان هم پر واکمن ګوند نيوکې کړي او ويلي يې دي چې د ګل په ورځ له صوبې سره د شاملېدو هېڅ خبره نه وه خو حکومت ښکاري د کوم فشار لاندې يې دغه قانون د ايجنډې نه وويستو.

شهاب الدين خان وايي چې د قامي اسمبلۍ د ايجنډې نه په اخيري وخت کې د فاټا اصلاحاتو قانون ويستل د يو چا په خوښه شوي دي او حکومت د خپلو اتحاديانو څخه مجبوره ښکاري.

نوموړی وویل، اوس که حکومت وايي چې دوی به يې په راروانه اونۍ کې راوړي نو دوی پرې هېڅ باور نه کوي.

د ده په وينا چې د قانون او انصاف د سينيټ کمېټۍ درې مياشتې وړاندې د های کورټ او سپريم کورټ د غځولو منظوري ورکړې خو که دا قامي اسمبلۍ ته را نه وړل شي نو وخت پرې تېرېږي او اخر به ضايع شي نو بيا به له سره هر څه کول وي.

شهاب الدین زیاتوي دوه دوه نيم کاله وشو چې له ځنډه کار اخېستل کېږي کله رواج اېکټ او کله د رېفرنډم په نامه 'زه د پرونۍ غونډې وروسته ډېر نااميده يم او د حکومت په يوه خبره هم بارو نه لرم.'

د نوموړی وینا وه چې دوي به په احتجاجونو کې هم د هر هغه چا ملاتړ کوي چې د قبايلي سيمو د حق لپاره اواز پورته کوي.

د فاټا اصلاحاتو پر معامله د نهې په ورځ شوې د قامي اسمبلۍ له غونډې مخالفه ګوندونه يو وارې بيا د احتجاج په توګه بهر ووتل.

غونډې ته په وينا کې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر خورشيد شاه وويل چې ۷۰ کاله وشو اوس د قبايلي سيمې د مسلې حل راوړل پکار دي، د ده په وينا يو وار چې څه د قامي اسمبلۍ د ايجنډې برخه جوړه شي نو داسې کله هم نه دي شوي چې ليکل شوې ايجنډه بدله کړل شي.

نوموړي وويل تمه ده چې تر سبا به دغه قانون بیرته پارلېمان ته راوړل شي خو تر هغې به یې احتجاج روان وي.

نوموړی وايي،که تاسو داسې نه کوئ نو بيا زموږ ناسته د پارلېمان سپکاوی دی. زموږ احتجاج د دې پارلېمان د عزت او احترام پر ځای ساتلو لپاره دی. دا قانون تاسو بیرته پارليمان ته راوړئ او چې تاسو وايئ کوم تکنيکي ستونزه ده هغه لرې کړئ. تر څو چې تاسو دا نه وي کړي تر هغې زما په خيال موږ د پارليمان د سپکاوي برخه نه جوړېږو.

د نهې په ورځ د مخالفه ګوندونو پر احتجاج د پارليماني چارو مرکزي وزير شېخ افتاب د قامي اسمبلۍ غونډې ته وويل چې وزيراعظم د جمعې په ورځ پر فاټا اصلاحاتو د پارلېماني مشرانو غونډه رابللې ده چې پکې به له ټولو سره مشورې کېږي او له هغې وروستو به دا قانون قامي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.

د ګل په ورځ د سپريم کورټ او پېښور هاي کورټ واک تر قبايلي سيمو غځول د قامي اسمبلۍ د ايجنډې برخه ګرځول شوې خو وروستو له ايجنډې و اېستل شوه د کوم پر سر چې مخالفه ګوندونو، د قبايلي سيمو او پارليماني استازو په قامي اسمبلۍ کې دننه احتجاج هم وکړو.

'اېف سي آر ختمول پکار دی د فاټا ځانګړی حیثیت نه'

اڅکزی او فضل الرحمان ولې خيبر پښتونخوا کې د فاټا شامليدل نه غواړي؟

XS
SM
MD
LG