د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په قبايلي سيمو کې د پوهنتونونو څانګې پرانيزو'


د سېفران مملکت وزير غالب خان وايي پرېکړه یې کړې چې په ټولو قبايلي سيمو کې به د بېلا بېلو پوهنتونونو څانګې پرانيزي او د دې لپاره یې په سېشنبه د سېنېټ په قايمه کمېټۍ کې د لوړو زده کړو کمېشن [اېچ اي سي] له مشر سره هم خبرې اترې کړې دي. د نوموړي په وينا چې دوي هڅه کوي چې تر راروانو ټولټاکنو نه وړاندې دا منصوبه سر ته ورسول شي.

د چارشنبې په ورځ له مشال رېډيو سره په يوه مرکه کې د سرحدي او رياستي چارو (سېفران) د مملکت وزير غالب خان وويل چې دا وخت په قبايلي سيمو کې يواځې يو پوهنتون دی چې شاوخوا ۷۰ کاله وروستو جوړ شو خو دغه هم له ډېرو سيمو په لیرې فاصله دی، نو دوي غواړي چې په دې منصوبه ژر تر ژره کار پېل کړي او د دې لپاره یې د لوړو زده کړو کمېشن [اېچ ای سي] له مشر سره هم خبرې کړې دي.

"د اېچ اي سي چېرمېن ته مې وويل چې د ۲۰۱۸م د ټولټاکنو نه وړاندې بايد دا روان شي. که د ودانيو ستونزه وي نو هلته له وړاندې شته. ډګري کالجونه، پوسټ ګرېجوېټ کالجونه موجود دي نو هلته د ضرورت پر بنياد د پوهنتون ذېلي څانګې شروع کېدې شي"

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دومره تعليمي ادارو لپاره به پېسې له کومه ځايه راځي؟ غالب خان وويل چې د سېفران وزارت او د فاټا اصلاحاتو عملي کولو په موده کې چې کوم پرمختيايي پېسې ورکول کېږي که دا په سمه توګه ولګول شي نو هر څه ممکن کېدلی شي.

په قبايلي سيمو کې د نورو زده کړو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې غالب خان وويل چې دا وخت په بېلا بېلو سيمو کې شاوخوا ۵۰۰۰ ودانۍ جوړې شوې دي خو لا هم د ښوونکو يا عملې کمی دی د کوم لپاره چې به دوي د ګورنر سره هم خبرې اترې کوي.

"د لومړيو، منځنو او لوړې درجې د زده کړو لپاره دا حقيقت دی چې د ښوونکو کمی دی. په خصوصي توګه د ساينس مضمونونو لپاره استادان کم دي. نو موږ هڅه کوو چې چرته کوم سکول بند دی يا د ښوونکو کمی دی هغه ختم کړو ځکه چې د قبايلي سيمې ولس تعليم غواړي تعليم خوښوي"

د سېفران د مملک وزير د سه شنبې په ورځ د سېنيټ قايمه کمېټۍ ته دا هم ويلي چې د بجلۍ وېشلو محکمې (ټېسکو) ترڅنګ نورو سرکاري ادارو کې د قبايلي ځوانانو بهرتي کولو لپاره د ګامونو پورته کولو ضرورت دی ځکه چې له ترهه ګرۍ او بدامنۍ پرضد تر ټولو زياتې قربانۍ هم د فاټا ولس ورکړي او ورکوي نو ضرورت د دې خبرې دی چې اوس د دغه خلکو خيال وساتلی شي.

XS
SM
MD
LG