د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان په پلار څه تېر شول؟


د مشال همکار خالدخان د محمد اقبال اقبال سره مرکه کوي.
د مشال همکار خالدخان د محمد اقبال اقبال سره مرکه کوي.

دا اونۍ په مشال مرکه کې د صوابۍ د یو مشر شاعر محمد اقبال اقبال سره غږېدلي یو. نوموړی د عبدالولي خان پوهنتون د یو ځوانیمرګ محصل مشال خان پلار دی.

مشال خان د اپریل ۱۳ مه د پوهنتون په انګړ کې د بلواګرو لخوا ووژل شو. د مشال پلار محمد اقبال وايي د زوی وژنه یې د یو تندر په مثال و چې د ده په کورنۍ راپرېووت.

نوموړی د مرکې په یوه برخه کې وايي:

« موږ خو ډېر واړه خلک یو، کېدای شي چې مشال خان به د قد قامت والا انسان و، کېدای شي زموږ دا وړوکی کور د هغه قابل نه و، نو هغه الله پاک د انسانیت په لوی کور کې واچولو. »

د مشال خان پلار د پښتو ژبې یو تکړه شاعر هم دی. نورې خبرې په دې مرکه کې چې خالدخان ورسره کړېده.

د مشال خان په پلار څه تېر شول ؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG