د لاسرسي ځای

پاړه چنار کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي ۶۰ ژوبل دي


د کورمې په پاړه چنار کې چاودنه شوې چې پکې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي.

د پولېټېکل انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته وویل، چاودنه نن دجمعې په سهار شاوخوا ۱۱ بجې د پاړه چنار ښار له نور مارکېټ او د ښځو له امام بارګاه سره نېږدې شوې.

روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه روغتون ته شپږ مړي او ۵۰ کسان ژوبل وروړل شوي دي. د انجمن حسینیه مشر فقیر حسن وايي، امام بارګاه ته اته مړي وروړل شوي.

په ورستیو مالوماتو کې د مړیو شمېره ۱۵ تنو ته رسېدلې ده.

دی وايي، ورته ښکاري چې دا ځانمرګی برید وو. عیني شاهدان وايي، دا یوه موټر بمي چاودنه وه.

خو چارواکو لا د چاودنې د نوعیت پخلی نه دی کړی. تر چاودنې وروسته خلکو احتجاج کړی چې بیا امنیتي ځواکونو هوايي ډزې هم کړې دي.

د روان کال د جنورۍ پر ۲۱مه هم د پاړه چنار په سبزي منډۍ کې چاودنه شوې وه چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل ول.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG