د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې


پاړه چنار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:26 0:00

د کورمې په پاړه چنار کې چاودنه شوې چې پکې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي. د پولېټېکل انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته وویل، چاودنه نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د پاړه چنار ښار له نور مارکېټ او د ښځو له امام بارګاه سره نېږدې شوې. روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه روغتون ته شپږ مړي او ۵۰ کسان ژوبل وروړل شوي دي. د انجمن حسینیه مشر فقیر حسن وايي، امام بارګاه ته اته مړي وروړل شوي. دی وايي، ورته ښکاري چې دا ځانمرګی برید وو، خو چارواکو لا د چاودنې د نوعیت پخلی نه دی کړی. د روان کال د جنورۍ پر ۲۱مه هم د پاړه چنار په سبزي منډۍ کې چاودنه شوې وه چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل ول.

XS
SM
MD
LG