د لاسرسي ځای

تازه خبر

لندن کې د افغانستان او پاکستان د خپلمنځيو ترینګلتیاوو په اړه غونډه


افغان او پاکستاني چارواکي د چارشنبې په ورځ په لندن کې د خپل منځي ترينګلتياوو په اړه غونډه کوي.

د بريتانيې په کوربه توب په دې غونډه کې به د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر، په بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز او د بریتانیې د ملي امنیت سلاکار مارک لایل ګرانټ ګډون کوي.

په پاکستان کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال هم په دې غونډه کې د حنيف اتمر ملتيا کوي. زاخېلوال پر خپله فېس بُک پاڼه ليکلي چې د ترهګرۍ ضد جنګ کې د افغانستان او پاکستان همکاري، د دواړو هېوادونو تر منځ اوسنی ترينګلی حالت او د لارو تړل به د دې غونډې د بحث مهم موضوعات وي.

پاکستان په دې وروستيو کې په لاهور او سېون شريف کې له ځانمرګو بريدونو وروسته له افغانستان سره ټولې لاړې وتړلې.

که څه هم د هغو بریدونو مسوليت پاکستاني طالبانو او داعش وسله والې ډلې ومنی خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دغه ډلې له افغانستانه فعالیت کوي.

افغانستان دا تورونه ردوي او وايي چې په پاکستان کې د ترهګرو پټنځايونه د ناامنۍ سبب دي چې پاکستان يې په ضد ګامونه نه پورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG