د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پوځي عدالتونو موده غځول د ملکي عدالتونو سپکاوی دی'


'د پوځي عدالتونو موده غځول د ملکي عدالتونو سپکاوی دی'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

د جمیعت علما اسلام مشر په پاکستان کې د پوځي عدالتونو د کاري مودې غځولو پرېکړه د ملکي عدالتونو سپکاوی وباله. مولانا فضل رحمان د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل: « دا پر ملکي عدالتونو بې باوري ښکاره کول دي. ملکي قاضیانو باندې نیوکې کېږي او هغوی بې زړه ښودل کېږي. په داسې تصور ورکولو سره د پوځي عدالتونو جوړونه، د ملکي عدلیې سپکاوی دی. پرځای د دې چې موږ پوځي عدالتونه جوړ کړو، ښه به وي چې د ملکي قاضیانو ژوند ته پوځ تحفظ ورکړي.» د غلام غوث ویډيو راپور

XS
SM
MD
LG