د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د سرک غاړې ښوونځي کې سلګونه ماشومان ویړیا زدکړې کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د کراچۍ په کلفټن سیمه کې ۴۰۰ ماشومان چې پخوا به یې په لارو کوڅو کې خواري مزدوري کوله، اوس د دوو سرکونو ترمنځ د یوه پوله لاندې په پرانیستل شوي ښوونځي کې زدکړې کوي.

دا ښوونځی د یوې غیر دولتي ادارې لخوا د خیر ښیګړې په مقصد پرانیستل شوی او پکې نجونې او هلکان ګډ درس وايي. د عبدالله شا غازي د مزار په څنګ کې پرانیستل شوی دا ښوونځی هره ورځ تر درېوو ساعتونو پورې د زدکونکیو پر مخ پرانیستی وي.

د دې ښوونځي چلوونکې او د غېرسرکاري سازمان اوشن وېلفئير ارګنائزېشن مشره سيده انفاس علي شاه زېدي وايي چې دوی داسې دوه نور ځايونه هم لري خو په خصوصي توګه دغه څانګه يې د ارمي پبلک سکول د شهيدانو په نوم پرانستې ده چېرته چې دوی ويړيا زد کړې ورکوي.

« د سرک غاړې د سکول دا منصوبه مونږ د پېښور ارمي پبلک سکول له پېښې وروسته شروع کړې وه چې مقصد يې د ناداره ماشومانو زدکړو ته رابلل دي.»

په دې ښوونځي کې د باجوړ دلبر هم زدکړې کوي، دلته تر راتګ وړاندې نوموړي په لارو کې کاغذونه ټولول. دلبر وايي خوشاله دی چې اوس زدکړې کوي او کورنۍ یې هم ورته ویلي چې تر کار کولو ورته ښه ده چې زدکړې وکړي.

د دې ښوونځي د مشرې انفاس علي شاه په وېنا چې دوی ماشومانو ته د ویړیا زدکړو تر څنګ پیسې، خوراک او جامې هم ورکوي.

« موږ ماشومانو له هره ورځ ۵۰ روپۍ او ويړيا خوراک ورکوو.د ماشومانو جامې هم ويړيا دي او ډاکټر ته د بوتلو اسانتياوې هم شته. مونږ سره په دې سکول کې له پنځو کلونو نیولې تر اولسو کلونو پورې د عمر هلکان او جینکۍ درس وايي.»

دا ښوونځی د غرمې له دولسو بجو نه د مازیګر تر درېوو بجو پورې پرانیستی وي او هم په دغه وخت کې د سړک په غاړه د چندې دپاره يو بکس هم پروت وي چې د خلکو نه پکې بسپنې غوشتل کېږي. د سکول د چلوونکو په وېنا دوی سره کومه لويه اداره مرستې نه کوي بلکې په ولسي چندو او د خپله ځانه د مالي مرستو د لارې دوی دا ښوونځي چلوي.

XS
SM
MD
LG