د لاسرسي ځای

د اتم اګست پېښې ضد د وکیلانو کاربندیز


د کوټې په ګډون د بلوچستان په ډېری سیمو کې وکیلانو د پنجشنبې پر ورځ کاربندیز کړی دی چې له کبله یې په عدالتونو کې د مقدمو او پېشیو لپاره ورتلونکي وګړي له ستونزو سره مخامخ ول. دغه کاربندیز د اګست ۸ مه نېټې د ځانمرګي برید پرضد دی چې تر ۵۰ زیات وکیلان یې وژلي ول. په احتجاج راوتلي وکیلان له حکومته غوښتنه کوي چې په هغه خونړۍ پېښه کې ککړ کسان په ډاګه کړي. له کوټې د ایوب ترین ویډیو راپور

XS
SM
MD
LG