د پولیسو له لاسه ځورېدونکي افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي
په کراچۍ او کوټه کې د پولیسو له لاسه ځورېدونکي افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي. له مشال راډيو سره په خبرو کې دوی وویل چې د د پي او ار کارډونه لرلو برسېره ځورل کېږي. د دغه کډوالو په وینا چې دوی په افغانستان کې کورونه او کارونه نه لري خو هیله من دي چې خپل دولت به یې یوڅه غم وخوري. نور حال له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین په ویډیو راپور کې