د لاسرسي ځای

تازه خبر

شان یوسفزی وايي د پکتیا اتڼ ویډیويي سندره خپروي


د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې مو له ځوان سندرغاړي شان یوسفزي سره خبرې کړې دي. دی وايي، له پښتو موسیقۍ سره یې ډېره مینه ده.

یوسفزي د لېسانس یا بیچلر تر کچې زده کړې کړې دي او وايي، له زده کړو چې اوس فارغ شوی نو د موسیقۍ زده کړو ته به مخه کوي. دی وايي، ډېر ژر به افغانستان ته هم ځي او هلته به سندریز پروګرامونه جوړوي.

شان یوسفزی وايي، د راتلونکې لپاره ډېر پلانونه لري، په اختر کې به البوم خپور کړي او ژر به د پکتیا اتڼ یوې سندرې ویډیو جوړه کړي.

له نوموړي سره خبرې او د ده سندرې لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

شان یوسفزی وايي د پکتیا اتڼ ویډیويي سندره خپروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG