د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار د بندیز هرکلی


پاکستان د امریکا لخوا د وسله والې ډلې جماعت الاحرار نړیوالې ترهه ګرې ډلې ګرځولو هرکلی کړی دی.

جماعت الاحرار له ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان یو بېله شوې ډله ده چې په ۲۰۱۴ م کال کې جوړه شوې وه.

د زیارت په ورځ د اوونیزې خبري غونډې په موقع د پاکستان خارجه چارو دفترویاند نفیس زکریا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا ډله په خونړیوپېښو کې ککړه ده.

،، په بنیادي توګه امریکا پر دغه ډلې د امریکا دننه بندیز لګولی چې موږ یې هرکلی کوو. پاکستان له اوږدې مودې راهیسي دا درخواست کړی وو چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان او دا شان د نورو وسله والو ډلو خلاف دې کوټلې کاروایي وکړي. دا وسله والې ډلې د افغانستان نه دلته په یو شمېر ترهګرو پېښو کې ککړې دي. تاسو سم اړخ ته اشاره وکړه چې دې ډلې په لاهور کې په عیسایانو یو خونړی برید کړی وو چې پکې د ماشومان او ښځو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي ول،،

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل یو بیان کې ویلي دي چې جمات الاحرار پر عام ولس، مذهبي لږکیو، په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ دوو کارمندانو وژلو ، د قانون نافذوونکیو ادارو او پر پوځیانو په بریدونو کې ککړه ده.

بیان زیاتوي چې امریکا د وسله والو ډلو پرضد پابندي د یوې طاقتورې وسلې په توګه کاروي. چې وسله وال او په وسله والو ډلو پابندي دوي یواځې کړي او داسې قسمه پابندیانې امریکایي اېجنسیو او د قانون نافذوونکیو ادارو کمک کوي.

امریکا د جمات الاحرار پر مشرانو هم بندیز لګولی او ویلي چې د امریکا حدودو په دایره کار کې که د جماعت الاحرار یوڅه جاییداد وي نو پر هغه به بندیز وي او د امریکا ولس ته هم له دغه ډلې سره پر راکړه ورکړه پابندي ده.

پخوا هم امریکا پر وسله والو ډلو بندیزونه لګولي دي چې پکې القاعده، جیش محمد، لشکر جنګوي، حقاني شبکه او نورې یوشمېر وسله والې ډلې شاملې دي.

تر اوسه پورې په دې لړ کې د جماعت الاحرار غبرګون نه دی راڅرګند شوی.

XS
SM
MD
LG