د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نرښځۍ علیشاه د مړینې رپورټ نه منو'


په پېښور کې نرښخیان د حقونو لپاره وخت په وخت غږ پورته کوي. د ارشیف یو تصویر
په پېښور کې نرښخیان د حقونو لپاره وخت په وخت غږ پورته کوي. د ارشیف یو تصویر

په پېښور کې د نرښځيانو او د هغو د حقونو لپاره کارکوونکو غوښتنه کړې چې د علیشاه د مړینې ذمه وارو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او بې ګناه ډاکټران دې بحال کړل شي.

د نرښځیانو حقونو یوې ادارې [ټرانس اېکشن] چارواکو تور لګولی چې د یوې نرښځۍ علیشاه د مړینې پلټنو کمیټۍ هغو کسانو ته د سزا ورکولو وړاندیز نه دی کړي چې د بې پرواۍ له کبله یې هغه مړه شوې وه بلکې د دې پرځای د بې ګناه ډاکټرانو د نیولو سپارښتنه کوي.

د ګل/دوشنبې ورځ په پېښور کې د یوې خبري غونډې پر مهال د نرښځیانو حقونو لپاره مبارزه کوونکي قمر نسیم وویل، د علیشاه په پېښه کې د متعلقه کسانو خلاف هېڅ کاروایي نه ده شوې او یواځې خبردارۍ [وارننګ] یې ورته ورکړی دی.

” موږ دا مطالبه وکړه چې د لېډي رېډينګ هسپتال چېرمېن دې استعفی ورکړي. له دې سره سره د هسپتال انتظامیې او د طبي چارو ډایرېکټر نومونه هم رپورټ کې راغلي دي. یو بل د هډوکو سنیېر پروفېسر هم پکې نېغ په نېغه تورن شوی دی نو هغه دې هم له نوکرۍ نه برخاست کړل شي او چې کوم غېر متعلقه ډاکټران دي هغوی دې په نوکریو بحال کړل شي. “

په خېبر پښتونخوا کې د نرښځیانو اتحادیې مشرې فرزانې مشال رېډیو ته وویل، تل داسې کېږي، ګناه یو چا کړې وي سزا یې یو بل [بېګناه] کس خوري.

”داسې نه دي کول پکار. کوم چې سنیر ډاکتران ول او په کمېټۍ کې کېناستل، پر چا چې ایف آی آر وشو، اوس هم ناست دي. چا چې له موږ سره ښه کړي دي، هغوی وباسي. نو زه وایم هغوی ځکه باسي چې له موږ سره یې ښه ولې کړي دي. “

فرزانه وايي پکار ده چې د خېبر پښتونخوا حکومت دې یې ستونزې حل کړي.

هغې غوښتنه وکړه چې د نرښځيانو لپاره دې په هسپتال کې یو جدا وارډ ورکړل شي چې دا ډول نه ولس ته یوڅه قسمه مسله وي نه حکومت ته او نه دوی ته.

د نرښځیانو حقونو لپاره د کارکونکو او خپله د نرښځیانو د دغو څرګندونو په اړه حکومت لا څه نه دي ویلې.

د علیشا په نوم یو نرښځۍ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په پېښور کې په ډزو تر ژوبلېدو وروسته د درملنې لپاره لېډي ریډینګ هسپتال ته یوړل شوه خو په روغتون کې یې پر وخت درملنه ونشوه او سا یې ورکړه.

XS
SM
MD
LG