د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: داعش اته کسان وژلي او ۳۰ نور یې برمته کړي


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې داعش وسله والو د اتو تنو ملکيانو د وژنې تر څنګ ۳۰ تنه برمته کړي.

له وړمې ورځې راهيسې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې پيل شوي.

ولایتي چارواکي وايي په دې نښتو کې داعشيانو زیات زیان ملکي وګړو ته اړولې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو ته وویل چې داعشيانو د دې نښتو په جریان کې اته تنه ملکي وګړي چې ماشومان او مېرمنې هم په کې وي وژلي او اووه تنه نور يې زخميان کړي د هغه په خبره داعش وسله والو ۳۰ نور کسان له ځانه سره وړي چې مېرمنې هم په کې شاملې دي.

په ورته وخت کې خوګياڼي وايي له تېرې ورځې راهيسې امنيتي ځواکونو هم پر داعشيانو هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړي چې تر دې دمه په کې ۳۷ تنه داعشيان وژل شوي او ۳۲ تنه نور زخميان شوي دي.

ولایتي چارواکي وايي لا هم په کوټ ولسوالۍ کې پر داعشيانو بریدونه روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG