د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي ، افغان ځوانان له یاده اېستل شوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مشر ويلي دي په لکونو افغانان ځکه اروپايي هیوادونو ته لاړل چې نړیوالې ټولنې دوی له یاده ویستلي وو.

فیلیپو ګرانډي دا څرګندونې د شنبې په ورځ په ایران کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په درشل کې کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان کډوالو مرسته دې وکړي.

نوموړي وويل چې د کډوالو عالي کميشنرۍ د مشر په حيث به په لومړي پړاو د سيمه ايز هیوادونو سفر کې د افغان کډوالو مسله په لومړيتوب کې وساتي.

نوموړي د ايران د کورونو چارو مرستيال وزير سره په ګده خبري غونډه کې وويل ((نړيوالې ټولني ته هله دا خبره راياده شوه، چې کله افغان کډوالو اروپا ته کډي شورو کړي.))

د ملګرو ملتونو د شميرو ترمخه نهه نيم لکه رجسټرډ شوي افغان کډوال په ايران کې ژوند کوي، خو د ايران د کورونو چارو وزارت ترمخه دا شميره دري ميلونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG