په بنو کې شری خپور شوی دی
د بنو اوسېدونکي او روغتیايي کارکوونکي وايي، د شري وبا له کبله ګڼ ماشومان روغتونونو ته وروړل شوي دي. د بنو په روغتون کې د مریضانو شمېر دومره زیات دی چې په یو کټ کې دوه او درې ماشومان پراته دي. ډاکتران وايي، شری خپرېدونکې ناروغي ده نو که څوک د ناروغۍ ښکار شي نو باید د کورنۍ له نورو غړو بېل کړل شي. ویډیو وګورئ.