د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په چار درې ولسوالۍ کې د ډورن برید دولس وسله وال مخالفین وژلي.
دغه ولایت دامنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته وویل چې دا حمله بېګاماښام د خرکارانو په سیمه کې شوې او معلومه نه ده چې دغه وسله وال په کومې ډلې پورې اړه لري.
د یو بل خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام مشال راډیو ته وویل د چار درې ولسوالۍ په سجاني کلي کې په یوه بله هوايي حمله کې پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تراوسه وسله والو مخالفانو د دغو دواړو حملو په اړه څه نه دي ويلي.