د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرمې کډوال له ستونزو سر ټکوي


د پوځي عملیاتو له وجې د کورمي ایجنسۍ د مسوزو ، زه مشت ، پاړه چمکنۍ او علي شیرزو سیمو بې کوره شوې خلک شکایت کوي چې د ژمنو باوجود ورته د حکومت لخوا مرستي ندي ترلاسه شوې.

د علي شیرزو سیمي کډوال عبدالغفار د شنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې حکومتي ادارو له کډوالو سره د ستنیدو پر مهال هیڅ مرستي ندي کړي او دوی د استوګني د ځایونو په ګډون له یوشمیر مشکلاتو سره مخ دي .

هلته د قبایلي سیمو د افتونو په وړاندې د مبارزي ادارې یو افسر مجاهد علي نن مشال راډیو ته وویل ، د کورمې ایجنسۍ مسوزو ، زه مشت ، پاړه چمکنۍ او علي شیزرزو سیمو ته تر اوسه د ۱۱۰۰۰ نه زیاتې کورنۍ ستني شوې او د وسایلو د کمي له کبله یې د ستنیدو پر مهال کډوالو سره د خیمو او د ځينو نورو شیانو مرستې ندي کړي خو دا مسله به ورته هم ژر تر ژره هواره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG