د لاسرسي ځای

تازه خبر

۱۵ کلنه جلۍ د جنسي زياتي وروسته سوځول شوې


د بشري حقونو فعالان د جنسي زياتي خلاف احتجاج کوي.
د بشري حقونو فعالان د جنسي زياتي خلاف احتجاج کوي.

د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي په هزاره ډويژن کې پرون ناوخته نامعلومو کسانو يوه جلۍ د جنسي تيري وروسته سوځولې ده. په همدې حال کې د بشري حقونو ادارو کارکوونکي پر حکومت نيوکې کوي چې پر ښځو يې د تشد مخنيوي لپاره ډير کار نه دی کړی

د ايبټ اباد پوليسو مشر خرم رشيد نن د شنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې دغه جلۍ د پنځلسو کلونو وه او دا پېښه په ډونګه ګلئ مکول سیمه کې پرون ناوخته مخې ته راغلي.
د نوموړي په خبره په دې تړاو شپږ مشکوک کسان نيول شوي دي او پلټنې روانې دي. خرم رشيد زياته کړه د دې جلۍ د کورنۍ غړي وايي چې هغه د شپې له کوره په داسې حال کې وتلې وه چې د کور نورو کسانو ته يې معلومات نه وو شوی.
د پوليسو په خبره دا جلۍ په يو ګاډي کې سوځول شوي او دوی ته يې مړی هم په همدغه موټر کې په لاس ورغلی دی. په نيول شوو کسانو کې د دې موټر مالک شامل دی چې پوليس ترې نورې پوښتنې کوي.
پوليس زياتوي پر جلۍ باندې له مرګ مخکې هم تشدد شوی ځکه چې لاسونه يې ورله تړلي وو.

دا ډير لوی ظلم شوی. له حکومته مېو بيا بيا غوښتي چې جنسی زياتي کوونکو خلاف دي ګامونه واخلي خو تر اوسه يې ډير څه نه دي کړي

پاکستان کې د بشري حقونو ادارې او فعالان وخت په وخت پر ښځو د زور زياتې په اړه غږ پورته کوي او له حکومت څخه له انساني حقونو څخه د سرغړونو د مخنيوي غوښتنې کوي.
خيبر پښتونخوا کې د بشري حقونو لپاره کار کوونکی او د بلو وينز په نامه غيرسرکاري ادارې مشر، قمر نسيم وايي دې وروستيو کې د ډيرو داسې ماشومانو مړي موندل شوي چې جنسي تيري هم پري شوی دی. د هغه په خبره لنډې ورځې وړاندې په هزاره ډويژن کې مذهبي ډلو د فحاشۍ پر ضد احتجاجونه وکړل خو پر يوې ماشومې جلۍ د جنسي تيري او د هغې د سوځولو په پېښه هيڅ نه وايي.
د نسيم په وينا پر يوې ماشومې جنسي زياتی کيدل او د هغې سوځول د حکومت او امنیتي ادارو لويه ناکامي ده . هغه زياته کړه. ((دا ډير لوی ظلم شوی. موږ پخوا هم له حکومته د داسې جرمونو کوونکو کسانو ته د سزا غوښتنه کړي او اوس يې هم کوو. حکومت بايد لاس په لاس کښېنني ځکه چې دې وروستيوو کې داسې پېښې بيخي ډېرې شوي دي.))

XS
SM
MD
LG