د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان ولسمشر څرګندونې رد کړې


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د پاکستان بهرنیو چارو چارواکي وايي، د افغانستان پرمختګ او سوله یې د هېواد په ګټه ده او دوی تل هلته د سولې بهیر پرمخ بیولو لپاره کوښښونه کړي دي ځکه چې هېواد یې په خپله هم د ترهه ګرۍ ښکار دی او غواړي چې په منطقه کې امنیت راشي او د دې مقصد لپاره د ترهه ګرو پر ضد بې له توپېره عملیات کوي.

دا خبرې د پاکستان بهرینو چارو دفتر ویاند نفیس زکریاد افغان ولسمشر اشرف غني د هغه بیان په ترڅ کې کړې دي چې پکې له پاکستانه د طالبانو پر ضد د عملیاتو غوښتنه شوې ده.

په اسلام اباد کې د خارجه دفتر ویاندنفیس زکریا نن د نهې په ورځ جاري شوي یو بیان کې د افغان ولسمشر اشرف غني هغه بیان رد کړې چې په کې يې له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې له ځینو افغان طالبانو سره د مزاکراتو پرځای جنګ وکړي. ولسمشر غني په خپله وینا کې چې په دوشنبه یې د هېواد پارلمان ته وکړه وویل،افغان طالبان مشران په پېښور او کوټه کې خوندي ځایونه لري او له دغه ځایه په افغانستان کې بې ګناه ولسي افغان وژني.

د دې په ځواب کې د پاکستان بهرنو چارو دفتر وویل چې پاکستان د وسله والو پر ضد بې له توپېره کاروایانې کوي او د هر ډول ترهه ګرۍ پر ضد دي ځکه چې پاکستان خپله د ترهه ګرۍ ښکار دی.

بیان زیاتوي چې پاکستان بیا بیا په ډاګه کړې چې افغان طالبان خبر ته کېنول یوازې د دوی زمه واري نه ده، او دا چې د افغانستان امن لپاره څلوراړخیزه ډله باید په ګډه یو کړنلاره وټاکي.

XS
SM
MD
LG