د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه او اروپايي ټولنه د کډوالو کړکېچ هواروي


بیلجیم: د اروپايي ټولنې مشران او ترکی وزیر اعظم احمد داود اوغلو د سرمشریزې مهال. جنورۍ اتلسمه، ۲۰۱۶م کال
بیلجیم: د اروپايي ټولنې مشران او ترکی وزیر اعظم احمد داود اوغلو د سرمشریزې مهال. جنورۍ اتلسمه، ۲۰۱۶م کال

د ۲۰۱۵م کال له جنورۍ راهیسې یو میلیون کډوال له ترکیې په کشتیو کې یونان ته اوښتي دي، او یوازې سږ کال یو لک دوه دېرش (۱۳۲۰۰۰) کډوال ورسېدلي دي.

نن د مارچ په اتلسمه نېټه د اروپايي ټولنې مشران او ترکیه په برسلز کې غونډه لري چې د کډوالو کړکېچ ختمولو لپاره یوه تړون ته ورسېږي.

په برسلز کې له اوږدو خپرو پس چې نن د جمعې ورځ پای ته ورسېدلې، د اروپايي ټولنې مشرانو هوکړه وکړه، که ترکيه د پناه غوښتونکو کډوالو یونان ته د ورننوتلو مخه ونیسي نو د مالي او سیاسي مرستو مراعاتونه به ورته وړاندې کړي. دا خبره د ترکي او اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې وشوه.

سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ورسېدو مهال ترکي وزیراعظم احمد داود اوغلو وویل، "اروپايي ټولنه او ترکیه ګډه موخه او ګډه کړنلاره لري چې په ځانګړې د سوریې کډوالو مرسته وکړي، او موږ په روڼ چلند او ښه انداز سره په خپله نیمه وچه کې یو نوی سباوون لرلی شو. "

خو داود اوغلو د اروپايي ټولنې مشرانو ته خبرداری ورکړ چې، "اروپا ته د کډوالو بهیر مخنیوي لپاره د انقرې وړاندیز یوه راکړه ورکړه یا سودا نه بلکې یوه بشري ستونزه او کړکېچ وباله. "

د اروپايي ټولنې مشرانو خپل مشر او مشر مرکچي ډونالډ ټوسک ته واک ورکړی، له ترکیې سره تړون ته ورسېږي چې له اېجین سمندرګي و یونان ته اوښتي ټول کډوال بېرته واخلي. په بدل کې به اروپايي ټولنه له ترکيې ټول شامي کډوال قبلوي. او بیا به هلته د کډوالو ساتلو لپاره 6.6 میلیارد یا بیلیون یورو مرسته ورکوي. په اروپايي ټولنه کې به د انقرې غړیتوب او"اي یو " ته بې له ویزې د ترکي وګړو ورتګ پلانولو لپاره خبرې تېزوي.

د دغه معاهدې په اړه لا د ترکيې دریځ څرګند نه دی.

چارواکي وايي، تر نوي تړون لاندې به یونان ته تازه تلونکي کډوال چې پناه غوښتنه یې و نه منل شي، بیرته ترکیې ته استول کېږي او د دې لپاره به ترکیې ته پیسې هم ورکول کېږي. د هر ستنول شوي کډوال په بدل کې به، اروپايي ټولنه یوسوری یا شامی کډوال مني. په ترکیه کې دېره نژدې ۷۲۰۰۰ زره کډوال به د ټولې اروپايي ټولنې پر هېوادونو وېشل کېږي.

د جرمني چانسلرې انګیلا مېرکل چې لس ورځې وړاندې یې په یوه سرمشریزه کې له ترکي وزیر اعظم داود اوغلو سره لومړی پلان ترتیباوه، ویلي ول، تړون ته رسېدل دومره اسان نه دی، خو د ټولې اروپا مشران غواړي یو داسې هوکړه وشي چې هره ورځ یونان ته د ورتلونکیو زرګونه کډوالو ورتګ ورو یا ودروي.

د ۲۰۱۵م کال له جنورۍ راهیسې یو میلیون کډوال له ترکیې په کشتیو کې یونان ته اوښتي دي، او یوازې سږ کال یو لک دوه دېرش (۱۳۲۰۰۰) کډوال ورسېدلي دي.

د پلان مسوده ښيي چې اروپايي ټولنې له ترکیې غوښتي د پناه غوښتونکیو خوندیتوب لپاره دې د جېنېوا کنونشن (ژېنیو کونوېنسیون) له مخې قانونسازي وکړي.

خو د ترکیې وزیر اعظم داود اوغلو ویلي داسې هېڅ تړون به و نه کړي چې هېواد یې د کډوالو په څرګند زندان واړوي.

XS
SM
MD
LG