د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر برید: خبریال محبوب شاه اپرېدی خاورو ته وسپارل شو


خېبر برید: خبریال محبوب شاه اپرېدی خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:48 0:00

د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه د خېبر اجنسۍ د جمرود په وزیرډنډ کې ځانمرګي برید د یوه ځايي خبریال محبوب شاه اپرېدي په ګډون ۱۱ تنه ووژل او ۲۰ نور یې ژوبل کړل. د خبریال محبوب شاه اپرېدي مړی د باړې په بر قمبرخېلو کې خاورو ته وسپارل شو. محبوب شاه اپرېدي د آج ټي وي چېنل یو خبریال وو، د هغه ورور انور شاه اپرېدی وايي، ورور یې ډېر بشرپالی کس وو او تل به یې له د خلکو مرسته کوله. د هغه برید ذمه واري د لشکر اسلام وسلوالې ډلې او تحریک طالبان پاکستان شمالي وزیرستان ډلې پر خپله غاړه اخیستې ده. د فرهاد شینواري ویډيو

XS
SM
MD
LG