د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اندونیزیا په پلازمینه کې چاودنو مرګژوبله اړولې


د اندونیزیا په پلازمینه کې چاودنو مرګژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

د اندونیزیا په پلازمینه کې چاودنو مرګژوبله اړولې

پوليسو له تېرو څو اوونيو راهيسې د ورته حملو په اړه خبرداری ورکاوه او ويلي يې وو چې اسلامي سختدريځي د لويو حملو تياری کوي.

د انډونيزيا پلازمېنې جکارته په يوه قهوه خانه سټاربکس کې چاودنو یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پوليسو ويلي چې څلور بریدګر یې وژلي دي او درې نور کسان ژوبل دي.

د ناتاييد شوو راپورونو له مخې د جکارته په نورو سیمو کې هم چاودنې شوي.

د ښار په منځ کې د ګڼې ګوڼې په یو ځای کې بریدګرو د پنجشنبې په ورځ له پوليسو سره نښتې پيل کړې.

د انډونيزيا د پوليسو سرپلټونکي اينټون شارليان د پنجشنبې په ورځ په جکارته کې خبريالانو ته وويل:

"مخکې د اسلامي دولت سختدريځې ډلې له خوا د يوې حتمي حملې په اړه خبرداری راغلی وو او په عکس العمل کې مو ځيني کسان نيولي دي."

دا حملې د ۲۰۰۹میلادي کال راهيسي د انډونيزيا په پلازمېنه جکارته کې د تشدد لومړۍ لويه پېښه وه.

په۲۰۰۹میلادي کال پر دوو هوټلونو له بریدونو اووه کسان وژل شوي ول او تر ۵۰ زيات ټپيان شوي ول. تر هغه مخکې په۲۰۰۲میلادي کالپه بالي کې پر يوه کلب په یوه برید کې ۲۰۲ کسان چې ډېری يې بهرنيان وو، وژل شوي وو.

د انډونيزيا ولسمشر يوکو ويدودو له تیليویژنه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا حمله په ښکاره توګه د عامه نظم ګډوډولو او د خلکو ترمنځ د ويرې خپرولو په مقصد شوې ده. ويدودو لوېديځ جاوا ته پر رسمي سفر تللی وو او له حملو وروسته په بيړه جکارته ته ستون شو.

په سيمه کې د بانک يوه ساتونکي اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې پنځه بریدګر يې وليدل چې پکې درو کسانو په قهوهخانه کې چاودنې وکړې. د ده په وينا دا کسان ځانمرګي بريدګر وو.

خو د پوليسو سرپلټونکي اينټون شارليان دا خبرې رد کړې چې بریدګرو په باروتو خپلځانونه الوځولي دي.

ده ويلي چې د حمله کوونکو شمېر نه دی معلوم. حمله کوونکو لاسي بمونه او ټوپکونه درلودل او لږترلږه يو يې پر موټر سايکل سپور وو.

د شارليان په وينا درې ملکي کسان وژل شوي. د جکارته د پوليسو د وياند محمد اقبال په وينا، څلور حمله کوونکي وژل شوي او مړي يې تر لاسه شوي دي.

د لومړۍ چاودنې وروسته د ترهه ګرو ضد د پوليسو او بریدګرو ترمنځ نښته پيل شوه. دوه ساعته وروسته سټاربکس قهوه خانې ته نيږدې دوهمه چاودنه وشوه. دا څرګنده نه ده چې چاودنه بمي وه که د کنترول شوو باروتو په وسيله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG