د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویز خټک: د پاکستان مرکزي حکومت د خیبر پښتونخوا حقونه نه ورکوي


د خيبر پښتونخوا وزير اعلا پرويز خټک وايي چې مرکزي حکومت د کاشغر - ګوادر اقتصادي راهدارۍ منصوبې په ګډون د پرمختیا په مختلفو کارونو کې خیبر پښتونخوا ته خپل حقونه نه ورکوي .

پېښور: د خيبر پښتونخوا وزير اعلا پرويز خټک وايي چې مرکزي حکومت د کاشغر - ګوادر اقتصادي راهدارۍ منصوبې په ګډون د پرمختیا په مختلفو کارونو کې خیبر پښتونخوا ته خپل حقونه نه ورکوي .

پرویز خټک دا څرګندونې د شنبې په ورځ په بني ګاله کې له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال کړې دې.

پرویز خټک وویل چې د پاکستان چاینا اقتصادي کوریډور په هکله ټول ګوندونه یو ځاي دي .

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق ویلي دي چې د پاکستان چاینا اقتصادي کوریډور په پروژه کې دې ملاکنډ ډویژن هم شامل کړل شي .

نوموړي د شنبې په ورځ ناوخته د سوات په مینګوره کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د کاشغر - ګوادر اقتصادي کوریډور په زړه نقشه کې ملاکنډ ډویژن هم وو.

سراج الحق زیاته کړې چې اوس باید د یادې سیمې موجوده مشکلاتو ته په کتو سره د پاک چاینا اقتصادي راهداری منصوبي لارې په ملاکنډ کې هم تیری کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر ګوندونه د پاکستان پر مرکزي حکومت تور پورې کوي چې د ګاشغر – ګوادر اقتصادي لارې ګټې پنجاب ته رسول غواړي خو مرکزي حکومت دا نه مني.

د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختیا وزیر احسن اقبال په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له سیاسي ګوندونو سره لیده کاته وکړل او د هغوی د قانع کولو هڅه یې وکړه.

په پېښور او کوټه کې زیاتره ګوندونو ویلي چې د احسن اقبال څرګندونې دوی ته د ډاډ وړ نه دي او دوی به هغه وخت مطمین شي چې د کاشغر – ګوادر اقتصادي لارې پر لویدیځه برخه کار پیل شي.

د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدارۍ لویدیځه برخه له خیبر پښتونخوا او د بلوچستان له پښتون میشتو سیمو تېریږي.

XS
SM
MD
LG