د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا د دولسمو ټولګیو فارغانو د کانکور ازموینه ورکړه


د پکتیکا ولایت که څه هم د پوهنې په ډګر کې له وروسته پاتې ولایتونو څخه شمېرل کیږي او لږو کسانو په کې لوړې زده کړې کړي، خو د هر کال په تیریدو سره يې د ښوونځیو څخه د فارغانو په شمېر کې ډېروالۍ راځي او د لوړو زده کړو مینه وال په کې زیاتیږي.

د پکتیکا ولایت که څه هم د پوهنې په ډګر کې له وروسته پاتې ولایتونو څخه شمېرل کیږي او لږو کسانو په کې لوړې زده کړې کړي، خو د هر کال په تیریدو سره يې د ښوونځیو څخه د فارغانو په شمېر کې ډېروالۍ راځي او د لوړو زده کړو مینه وال په کې زیاتیږي.

تېره ورځ په مرکز ښرنه کې د یاد ولایت ۸۳۵ تنو د دوولسمو ټولګیو فارغانو پوهنتونونو او په لوړو او مسلکي موسسو کې د جذب په خاطر د کانکور ازموینه ورکړه.

یاده ازموینه چې د لوړو زده کړو وزارت د هیات په مخکې واخیستل شوې، د لوړو زده کړو وزارت د ورغلي پلاوي مشر پوهندوی جاوید رسولي رسنیو ته وویل، چې سږ کال په یاد ولایت کې د کانکور په ازموینه کې تر ډېره بریده د درغلیو مخه نیول شوې او هغه کسان به لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیدا کوي، چې په رښتیا درسي لیاقت ولري.

د ښاغلي رسولي په وینا د هغه ټولو غیر قانوني لارو مخه نېول شوې چې پر مټ يې متعلمين نقل کوي او يا هم د کارنکور د ازموینې صحنه ګډوډوي.

بلخوا پکتیکا والي امین الله شارق هم ډاډ ورکړ، چې د کانکور په ازموینه کې به شفافیت موجود وي او هېڅ غیر مسوول کس ته به په ازموینه کې د مداخلې حق ورنکړي.

ده د پکتیکاوالو څخه وغوښتل، چې د علم حاصلولو ته دې مخه کړي او د خپلو اولادونو څخه دې علمي کدرونه جوړ کړي.

د کانکور د ازموینې څخه که له یوې خوا شاملین خوښ ول، بل لوري ته دوی غوښتنه کوله چې لوړو زده کړو ته باید د حوزوي وېش پر اساس ځوانان جذب شي.

د کانکور ازموینې ګډونوال رحمت الله وویل، د پکتیکا، کابل، زابل او بلخ درسي فرصتونه اسمان ځمکه فرق لري، نو که چیرې په یو ډول ازموینه واخیستل شي، ممکن په پای کې د ناامنو سیمو ځوانان له سره لوړو زده کړو ته لاسرسۍ پیدا نکړي.

رحمت الله وویل که چیرې هر ولایت ته د زده کوونکو د کمیت په تناسب لوړو زده کړو ته د جدب فرصت ورکړل شي، نو په زده کړو کې به هم متوازنې پرمخیتا ته لاره هواره شي.

یاده دې وي، چې سږ کال په پکتیکا کې ۱۰۴۰ کسانو د کانکور ازموينې کارتونه اخستي ول، خو په ازموينه کې بيا ۸۳۵ کسانو ګډون کړی وو.

چارواکي وايي، چې له کانکور پاتې شوي کسان کولای شي په کب میاشت کې د کانکور په متفرقه ازموینه کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG