د پاکستاني پوځي د عامه اړيکو ادارې، ISPR په پرونۍ خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړي چې پرون يې د خيبر ايجنسۍ په ليري پرتو سيمو او د شمالي وزيرستان په شوال کې په بمباريوو کې ۲۳ کسان وژلي دي.
خو شمالي وزيرستان کې د مجلس عسکري ډلې يو وياند بيا وايي دې بمباريوو کې د دوی وسله والو ته هيڅ نقصان نه دی رسيدلی.
بلخوا د يوې خفيه ادارې يو چارواکي بيا د نوم نه ښودو په شرط نن مشال ريډيو ته وويل چې پرون مازیګر ډېره اسماعيل خان کې د سړک غاړې يوې بمي چاودنې يو پوځي زخمي کړی دی او په جوابي کاروايي کې درې طالبان وژل شوي دي. مسود طالبانو د دې بريد زمه واري منلي.