د خېبر پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي چې کوهاټ کې هغه څلور کسان د چارشنبې پر سهار پانسي شول چې د تېر کال په دسمبر مياشت کې د پېښور پر آرمي پبلک سکول حمله کې ککړ وو.
يو چاواکي د نوم نه ښودو په شرط نن(چارشنبه) مشال راډیو ته وويل چې د دې کسانو نومونه مولوي عبدالسلام، حضرت علي، مجيب الرحمان او سبېل الياس يحيی وو.
دي کسانو ته يو پوځي عدالت د مرګ سزا اورولي وه.