د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د هند او پاکستان پر پوله درې وسله وال یو ولسي کس وژل شوی”


د هند پوځي چارواکي وايي چې د پاکستان پولې ته څېرمه د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یو نښته کې درې برید کوونکي وسله وال او یو عام وګړی وژل شوی دی.

د هند د دفاع وزارت یو ویاند وویلي چې دا نښته هغه وخت شوې چې په درنو وسلو سمبال وسله والود چارشنبې پر ورځ د ټانګدهار پر پوځي اډه برید وکړ.

ویاند ویلي چې دا سیمه له مرکزي ښار سرینګره ۱۴۰ کیلومتره لرې پرته ده.

دوی وايي، وسله وال دې پوځي اډې ته ننوتل او برید تر شپږ ساعته دوام وروسته پای ته ورسیدی.

پاکستان او هند د کشمیر سیمه د ځان بولي او له هم دې کبله یې درې ځله جګړه هم سره کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG