د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان ولایت کې په زلزله ځپلو کورنيو مرستې وويشل شوې


د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل:د نړيوالو خیريه ادارو ای، ایم سي - ای، او، ایم او ای، ار ، سي په مرسته يې د لغمان په مرکز مهترلام، الیشنګ او قرغیو ولسواليو کې يې د لغمان ولایت د پيښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې تر څارنې لاندې په ۱۸۵ زلزله ځپلو کورنیو موقتي سرپناه او غير خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.

نوموړی وايي چې په دغو مرستو کې خيمې، کمپلې، د لمرینې بريښنا تختې، د اشپز خانې لوښي او نور د ضرورت وړ توکي شامل وو.

سرحدي ځواک وايي چې د تيرې دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله په ټول لغمان کې اوه تنه په حق رسيدلي وو، ۲۷ تنه ټپیان شوي وو او ۵۰۷ کورونه تخریب او زیانمن شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG