د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا بلال د رباب غږولو سيالي ګټلې


د پښتونخوا بلال د رباب غږولو سيالي ګټلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په دې ورستيو کې د پاکستان د مرکزي حکومت يوې ادارې د خيبر پښتونخوا حکومت د کلتوري څانګې په مرسته د صوبې د کالجونو او پوهنتونونو د هغو زده کوونکيو تر مينځ، چې د رباب له غږولو سره علاقه لري، د مقابلو يوه لړۍ پای ته ورسوله. د رباب غږولو دغه سيالي، چې د سيپټمبر پر ۱۸ مه د لوک ورثې ادارې لخوا په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، د ملاکنډ د تاڼې کلي بلال خان بلال وګټله. بلال، چې په ملاکنډ پوهنتون کې د ټولنيزو علومو د اخرني کال زده کوونکی دی، د دغې بريا په تر لاسه کولو خپله خوښي له مشال راډيو سره شريکه کړه او هوډ يې ښکاره کړ چې د رباب مسلکي زده کړې به کوي.

XS
SM
MD
LG