د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان صدر ممنون حسین د چین په سفر دی


د پاکستان صدر ممنون حسین
د پاکستان صدر ممنون حسین

ولسمشر ممنون حسین به د خپل دورې پر مهال د چین نایب وزیراعظم او د کمیونسټ پارټې د سیاسي چارو قایمه کمیټې غړو سره هم ملاقات کوي.

نن د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د چین د ولسمشر په بلنه د بیجنګ څلور ورځنې سفر شروع کړې چرته چې به ښاغلې ممنون حسین د دویم عالمي جنګ په یاد کې په یو پوځي پریډ کې ګډون کوي.

د پاکستان د خارجه چارو دفتر په وینا چې په دې موقع ولسمشر ممنون حسین به خپل چینایې هم منصب سره په دوه اړخیز تعلقاتو ، د منطیقې په صورتحال او په نړیوال امورو خبرې کوي.

د دې نه علاوه د ایجنډې مطابق ولسمشر به ځنې نړیوال مشرانو سره هم ملاقات کوي.

د دویم عالمي جنګ په یاد کې کیدونکې په دې پریډ کې به د دیرش نورو ملکونو مشران به هم ګډون کوي.

د پاکستان سرکاري راډیو په چین کې د پاکستان د سفیر د خلې وایې چې په دې موقع د پاکستان د پوځ یوه پنځه اویه رکني ډله به د چین پوځ او د نورو ملکونو پوځونو سره مارچ کوي.

د چین په سر ښار بیجنګ کې په دریم سیپټمبر د دویم عالمی جنګ په یاد کې کیدونکې دستورې په اړه د دفاعي چارو کار پوه او پخوانې برګیډیر سید نذیر وایې چې د داسي پریډونو یا یادګیرنې مطلب دا وي چې په نړې کې د جنګونو له وجې شوې تباهې ته اوګوري ، او د دې هم جاج اخیستې کیږي چې عالمي امن ته څومره نقصان رسیدلې او څه نتیجې یې مخې ته راغلې دې.

د ده په وینا چې په داسي دستورو کې د هغه ملکونو مشران ګډون کوي چا چې په دې جنګونو کې برخه اخسیتې وه او ورته نقصان رسیدلې وو.

دې وایې ،، د دې دستورو لوې مقصد دا دې چې په دې کې د امن او یا د خبرو اترو د لارې مسلې هوارولو په اړه لار لټول کیږي او بل د جنګ مخنیوي په اړه هم خبرې اترې کیږي. نو په دې دستورو کې د امن لپاره څه یادګیرنه او یا لوظمانې کولو کوشش شامل وي،،

د ذکر ده د دویم عالمي جنګ اویه کلن تقریبات لمانځلو لپاره چین د مارچ په میاشته کې ویلې وو چې چین به د پوځي پریډ لپاره د ملکونو مشرانو پشمول د لویو ادارو مشرانو ته بلنې لیږي، چین ویلې وو چې د دې لمانځلو مقصد امن لپاره کار کول دي او ټول انسانانو ته یو ښکلې مستقبل ورکول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG