د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېو دي چلډرن دفتر د تړلو اقدام غندل شوی


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن نن (جمعه) په دغه هېواد کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې نړیوالې خیریه ادارې سېو دي چېلډرن دفتر د تړلو اقدام غندلې دې.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن نن (جمعه) په دغه هېواد کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې نړیوالې خیریه ادارې سېو دي چېلډرن دفتر د تړلو اقدام غندلې دې.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت بېګا ناوخته په یوه بیان کې پر دې ادارې د پاکستان ضد فعالیتونو کولو تور پورې کړی دی او ویلي یې دي چې دا اداره یې د استخباراتي مالوماتو پر اساس تړلې ده. ادارې د پاکستانیو چارواکو پر دې ګام انتقاد کړی دی.

پاکستان وايي، د مرګ یا د پانسي سزا په له ورکولو سره یې د نړيوالو قوانین خلاف ورزي نه ده کړې او په دې لړ کې یې د بهرنیو هېوادونو اندېښنې بې بنیاده بللي دي.

دا خبره د پاکستان د خارجه دفتر وياند خلیل الله کاضي نن (جمعه) په اسلام اباد کې د اونيزې خبري غونډې پر مهال وکړه.

XS
SM
MD
LG