د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فیفا ځینو چارواکو د فوټبال لوبه بدنامه کړه


د فیفا نهه اویا کلن مشر سیپ بلیټر
د فیفا نهه اویا کلن مشر سیپ بلیټر

د فیفا نهه اویا کلن مشر سیپ بلیټر نن د پنځم وار لپاره بیا د واک ترلاسه کولو خواهشمند دی. د نوموړي له اردني شهزاده علي سره سیالي ده.

د فوټبال ټولنو نړیوالې اتحادیې «فیفا» مشر سیپ بلېټر د فوټبال نړیوالې ټولنې چاروکو پر ضد د دوو جنايي پېښو د پلټنو په ترڅ کې د "ځینو ځاني کړنه" غندلې او دا یې د فوټبال لوبې ته "بدنامې او سپکاوی" بللی دی.

د می په ۲۸مه نېټه په زیوریک کې د فیفا کانګرېس پرانستنې پر مهال بلېټر په خپله وینا کې وویل، که څه هم ډېریکسان یې د فیفا عمل لپاره حتمي ذمه وار ګڼي، خو ده زیاته کړه هر یو هر وخت هېڅکله نشي څارل کېدلی.

نهه اویا کلن بلیټر نن «۲۹مه نېټه» د فیفا مشرتابه ټاکنو د پنځم وار لپاره بیا د واک ترلاسه کولو خواهشمند دی.د نوموړي له اردني شهزاده علي سره سیالي ده.

د فرانس بهرنیو چارو وزیر او د هغه بریتانوي سیال د انتخاباتو ځنډولو غوښتنه کړې ده. او د اروپا فوټبال ټولنو اتحادیې مشرمایکل پلاتیني ویلي که بلېټر بیا وټاکل شو نو د اروپا فوټبال کاري ادره به له فیفا سره خپل اړیکي وسنجوي.

بلخوا د فوټبال لویو سپونسرانوپر فیفا د سمسکي راوستو غږ کړی کنه نو د اشتهاراتو په برخه کې به له میلیونونو ډالرو بې برخې شي.

سره له دې چې د می پر ۲۷مه نېټه په سوېټزرلېنډ کې پولیسو د فوټبال ټولنو نړیوالې اتحادیې فیفا اووه چارواکي ونیول شول، د سویس چارواکو هم د بډو رشوتونو او پیسو هونډي کولو«حوالې کاروبار» په تړواو اود ۲۰۱۸م او ۲۰۲۲م د نړیوال جام لوبو کوربه توبپه خپل وار سره روس او قطر ته ورکړل شوی وو.

د فیفا نیول اووه چارواکي د پلټنو لپاره امریکا ته استول شوي دي. په سویټزرلېنډ کې د انصاف فیډرالي دفتر ایف او جې وايي،انتظامیې ورباندې تور لګولی چې څه باندې یو سل میلیون ډالر رشوت یې اخیستی دی.

د امریکا لویې څارنوالې «اټارني جنرل» لوریټا لینچ د مۍ په 27مه نېټه په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د فیفا چارواکو د خپلو ځاني ګټو لپاره په نړۍ کې د فټبال لوبه بدنامه کړه. د هغې په خبره چې له ۱۹۹۱ م کال راهیسې یې په لوبو کې یې د مشهورتیا له کمپنیو رشوت اخستي دي.

امریکايي څارنوالانو دا هم وویل چې د فیفا چارواکو نیونې پای نه بلکې د پلټنو پیل دی، له دوی څخه د امریکا پلټنو اداره ایف بي ای، د مالیې کورنۍ اداره «انټرنل ریونیو سرویس» او نورې ادارې پوښتنې ګروږنې کوي.

د فیفا صدر سیپ بلیټر نوم د پلټنو لپاره نه دی اخیستل شوی. خو د انګلیش فټبال اسوسيېشن چېرمېن ګریګ ډایک د می پر ۲۷مه نېټه ویلي ول چې د بډو رسوايي ته په کتلو سرهپکار ده چې د فیفا مشر خپله دنده سمدستي پرېږدي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د مۍ په 28مه نېټه ویلي دي چې د فیفا نوې صدر باید دا باوري کړي چې د راتلونکو فوټبال لوبو کوربه هېوادونه د بشري حقونو اصول په پام کې وساتي.

په عین حال کې د فیفا سپانسر کمپنیو لکه کوکا کولا، مکډونلډز او ویزا په تنظیم غږ کړې دې چې اصلاحات دې راولي ګني د سپانسر په ملینونه ډالرې به له لاسه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG