د لاسرسي ځای

تازه خبر

یاسمین ګل د نجونو د تعلیم مبارزه


یوه ښونکې خپلو زدکونکیو ته درس ورکوي
یوه ښونکې خپلو زدکونکیو ته درس ورکوي

نيوز ويک مجلې په بنو کې د تعليم د يوې مبارزې ياسمين ګل سره مرکه کړېده . نوموړې چې د سکول يوه استازه ده غواړي د دوی په سيمه کې هره جينۍ تعليم ترلاسه کړي. یاسمین ګل د تعليمي کمپاېن له شورو کولو مخکې له ځانه سره پريکړه کړې وه چې يا به يې وسلوال وژنې او يا به دا وسلوال پر دې مطمينوي چې دې ته په خپله سيمه کې د تعليم خورولو اجازه ورکړي.

له نيوز ويک مجلې سره په خپلو خبرو کې ۳۸ کلنه ياسمين ګل وايي له يوې غير دولتي ادارې سره د کار کولو دوران دې ته مالومه شوه چې په جنوبي وزيرستان، ټانک او بنو کې تعليمې وضيعت سخت خراب دی. نوموړې وايې هغې د دغه سيمو ميندو او پلرونو ته باور ورکړو چې خپلې لوڼه دې سکولونو ته پریږدي او داچې طالبان د دوی بچو ته هېڅ تاوان نه شي رسولی.

ياسمين ګل يوازې دوو مياشتو پورې خپل دغه تعليمي کمپاېن جاري وساتلی شو، وروسته نوموړې ته د يوې غير دولتي ادارې لخوا مرسته ترلاسه شوه او دارنګ په دغه سيمه کې يې يو شمېر کميونټي سکولونه جوړ کړل چې پکې څه باندې ۲۰۰ جينکو داخله واخیسته.

ياسمين د ديارلسو کالو وه چې د سکول يو استاز سره يې واده شوی و . خاوند یې دې ته اجازه ورکړه چې په کور کې خپلې زده کړې جاري وساتي . نو په دې توګه نوموړې په يوه طريقه شپاړسم پاس کړو.

ياسمين وايې د دوی په سيمه کې د سکولونو جوړولو وروسته هغې دا اميد درلودو چې نورې جينکې به د دې په څېر له مشکلاتو سره نه مخ کيږي. خو د ياسمين ګل دغه خوشالي د ډير لږ وخت لپاره وه ځکه چې ډير زر ورته تحريک طالبان وويل چې د هغې يوې غير دولتي ادارې سره کار کول ښه خبره نه ده او دارنګ که چېرې هغې خپل کار ته دوام ورکړو نو له سختو نتايجو سره به مخامخ شې . طالبانو له ياسمين څخه د لس لکو روپو مطالبه هم وکړه.

ياسمين ګل وايې هغه حېرانه شوه چې طالبان ولې جينکۍ د تعليم ترلاسه کولو څخه منع کوي ؟ د دې په خبره که يو خوا دوی د ټولنې په پيسو جينکو ته مفت تعليم ورکوي نو بله دا چې په دغه تعليمي نصاب کې کوم متنازع مواد هم نه شته.

ياسمين ګل وايي چې کله د دې خاوند د طالبانو له ګواښونو خبر شو نودې ته يې ډير په ټينګار سره وويل چې نور دې نو جينکو ته تعليم ورکول بند کړي . خو ياسمين وايې هغې خپل خاوند ته وويل که چېرې هغه داسې وکړي نو بيا به په طالبانو او دوی کې څه فرق پاتې شي ؟

ياسمين ګل وايې د طالبانو لخوا د پرله پسې ګواښونو وروسته چې هغې سکول ته تلل بند کړل نو يوه ورځ يې يوه لس کلنه شاګرده دې پسې کورته راغلله او له دې يې پوښتنه وکړه هغه سکول ته ولې نه ورځي؟ نو دې ورته وويل چې کېدی شي هغه استازې پريږدي. نو ياسمين وايې چې له دې وروسته دغه ماشومه په ژړا شوه او ویې ويل چې د دوی به اوس څه کيږي ؟ نوموړې وايې له دې وروسته هغې پريکړه وکړه چې که طالبان هغه مړه هم کړي نو دا به خپل تعليمي کمپاين جاري ساتي .

ياسمين وايې هغه ډيره په ګرانه د طالبانو قومندان ته ورسيده او هغه يې پر دې مطمين کړو چې د هغې موخه يوازې جينکو ته ليک لوست ښودل دي او دا د ټولو جينکو اسلامي حق دی.

نوموړې وايې له دې وروسته طالبانو دې ته اجازه ورکړه چې دا کولی شي د پنځم صنفه پورې جينکو ته تعليم ورکړي خو پر دې شرط چې سر به پټوي او جينکۍ به نه هڅوي چې له پنځمه پورته تعليم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG