د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا په وړممۍ او اومنه کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې تېره شپه(د سېشنبې په شپه) وسله والو د یاد ولایت د وړممۍ په ولسوالۍ کې پر افغان سرتیرو برید کړی، چې د افغان سرتیرو په ځوابي برید کې څلور وسلوال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې وسلوالو د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ د سپینې په سیمه کې هم د سیمه ییزو پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، چې د سیمه ییزو پولیسو په ځوابي ډزو کې څلور وسلوال ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اومنې په ولسوالۍ کې د وسلوالو څخه یوه اندازه وسلې او کارتوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوې دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یادو دواړو بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG